غني: زر مکتبونه تړل شوي او پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۴) ولسمشر غني نن د نوي ښوونيز کال د پيلېدو په يوې غونډې کې وويل، چې په هېواد کې لا هم پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زر مکتبونه تړل شوي دي.

نوموړي وويل، که څه هم د ښوونکو شمېر مخ پر ډېرېدو دی خو زياته يې کړه په مکتبونو کې نيمايي ښوونکي په معياري ډول د تدريس چارې پر مخ نه شي وړلای او د ښوونې لپاړه اړين معلومات نه لري تر څو يې زده کوونکو ته وړاندې کړي.

د غني په خبره، په هېواد کې لا هم درې نيم ميليونه ماشومان ښوونځيو ته نه شي تللی په وينا يې راتلونکي دوه کلونه به د افغان زده کوونکو د ښوونې او بدلون کلونه وي ځکه په وينا يې چې (تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د دوه سوو میليونو ډالرو په ارزښت د شپږو زرو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي) .

نوموړي د نوي  تعليمي کال د مراسمو جوړې شوې غونډې ته په خپلې وينا کې وويل، د پوهنې وزارت بايد له سياسته ليرې او مسلکې شي او له هر ډول فساد څخه پاک وي په خبره يې: “څوک چې زموږ له ماشوم او معلم څخه غلا کوي، دا کفر دی او دا د زغم وړ نه ده.”

په عين حال کې د پوهنې وزارت وايي، سږ کال به يوويشت زره ښوونکي وګماري او د ښوونځيو لپاره به پنځوس ميليونه ټوکه نوي کتابونه هم چاپ او وويشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هلمند ولايت د پوهنې رئيس داود شاه رسنيو ته وويل، د دغې ولايت له دېرشو ښوونځيو د ملي اردو ځواکونه د سنګر په توګه استفاده کوي او ډيری ښوونځي چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په جګړو کې ويجاړ شوي لا هم نه دي رغول شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button