کرکټ: نن د افغانستان ملي لوبډله له ويسټ انډيز سره فاينل لوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، وری ۵) ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۹کال نړيوال جام د غوراوي سيالیو په وروستۍ فاينل لوبه کې نن افغانستان او ويسټ انډيز سره مخامخ شي.
پرون د افغانستان ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي په يوې خبري غونډه کې وويل، چې له ويسټ انډيز سره وروستۍ فاينل لوبه يې ډېره مهمه ده او هڅه به وکړي چې د غوراوي سيالیو فاينل په خپل نوم کړي.
که څه هم د تېرې جمعې په ورځ افغانستان ايرلينډ ته په ماتې ورکولو په نړيوال جام سياليو کې د لوبېدو حق ترلاسه کړ، خو د ويسټ انډيز او افغانستان ننۍ وروستۍ لوبه به د روانو سياليو فاينل لوبه وي او ګټونکي به يې په نړيوال جام کې د غوراوي سياليو اتله لوبډله ګڼل کېږي.
د يادونې ده، چې افغانستان او ويسټ انډيز په خپلو څلور يو ورځينۍ لوبې کړي چې درې ځله ويسټ انډيز مات شوی او يوه لوبه يې ګټلې ده.
دغه لوبې د زېمبابوې په پلازمينه هراري کې روانې دي.



