شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

اسمعیل خان د سولې د خبرو واک لري؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
مارچ 25, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
418
ځلې شریک شوی
167
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د هرات پخواني والي او د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزیر د کب پر ۲۴مه په هرات کې یوې غونډې ته وویل، طالبان باید د سولې خبرې له پخوانیو مجاهدینو سره پیل کړي او پخواني مجاهدین چمتو دي، چې د دواړو اړخونو ترمنځ د روغې جوړې هلې ځلې وکړي.

طالبانو د اسمعیل خان د وینا هرکلی وکړ او پخواني مجاهدین یې د سولې خبرو لپاره د قطر دفتر ته ور وبلل. د طالبانو له اعلامیې وروسته اسمعیل خان له خپلو پخوانیو خبرو تېر شو او حتا ترې منکر شو.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

طالبانو له دې وړاندې څو ځلې ویلي وو، چې له امریکا او نړیوالو سره د سولې خبرې غواړي او د قطر دفتر دروازې د دوی پرمخ خلاصې دي.

خو نه امریکا، نه افغان حکومت او نه نړیواله ټولنه د طالبانو دفتر ته ځي او نه ورسره د سولې خبرې کوي. خو درې واړه لوري بیا د سولې په خبرو کې طالبان گرم بولي او د جگړې زیاتېدل طالبان سولې ته نه راضي کېدل ښيي.

د سولې خبرې یو وخت ډېرې گرمې شي او ټولو سره دا هیله پیدا شي، چې گوندې نور به امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو ویستلو نېټه اعلان کړي او یا به اقلاً نړیوال تظمین ورکړي، چې د سولې د خبرو له‌پاره مهم شرط دی. خو امریکايي چارواکو افغانستان ته خپل سفرونه ډېر کړي او داسې ښيي، چې روان کال به هم د جگړو، چاودنو، بمباریو او چاپو کال وي.

امریکا په تېرو اوولس کلونو کې د جگړې ټول زور وازمایه. امریکايي، ناټو، کرایه شویو او افغان ځواکونو په ټول زور د طالبانو د ماتې او له منځه وړلو له پاره جگړه وکړه؛ خو طالبان ورځ تر بلې ډېرېږي او ډېرې سیمې په خپل واک کې راولي.

که امریکا اوولس کاله نوره هم جگړه توده وساتي؛ نو بیا به هم یوه ذره بریا خپله نه کړي؛ ځکه د امریکا پر وړاندې پاڅون ولسي دی او د ولسي پاڅون مخه د نړۍ یو قوت هم نه شي نیولی.

د ملي یووالي حکومت د جوړښت له مهاله تراوسه په خپلو خپلمنځي اختلافاتو کې راگېر دی. کابینه تراوسه نیمگړې ده، د ولسي جرگې کاري موده پای ته رسېدلې، ټاکنې بې برخلیکه دي، د بلخ او ارگ اوږده لانجه په ډېرې غټې معاملې پای ته ورسېده، چارواکي باغیان دي، اداري فساد په برخه کې په ټوله نړۍ کې څلورم ځای لرو، بې کاري اوج کې ده او نیمايي خلک په لوږه ویده کېږي….

د حکومت د همدغه ضعف له امله طالبان د ملي یووالي حکومت سره د سولې خبرې نه کوي او امریکا ته ترجیح ورکوي؛ ځکه د جگړې مهم لوری امریکا ده؛ نه افغان حکومت. افغان حکومت هم د امریکا په اشاره جگړه کوي، امریکا يې تمویلوي، وسلې، پیسې، امکانات او حتا د ولسمشر غني میاشتنی معاش هم له امریکايي پیسو ورکول کېږي.

د سولې خبرې دې نه مسخره کېږي او نه دې هر څوک د سولې د خبرو له پاره د چمتووالي خبره کوي؛ ځکه سوله په پخه اراده، قوي عزم او خپلواکي غواړي، چې له بده مرغه زموږ چارواکي دغه خاصیتونه نه لري.

لوی ټکي: اسمعیل خانافغان حکومتخالد روانسولهطالبانمهم
مخکینې مطلب

له ټرمپه خپل یاران لارې بیلوي

بل مطلب

کرکټ: نن د افغانستان ملي لوبډله له ويسټ انډيز سره فاينل لوبه کوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com