(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۵) ولسمشر غني د نوي تعليمي کال د پرانيست غونډې پر مهال په خپلې وينا کې وويل، چې د پوهنې وزارت بايد له سياست څخه ليرې له فساده پاک او مسلکي وي.
خو يو شمير کارپوهان نيوکه کوي، چې د پوهنې وزارت په خپله د ولسمشر له لوري په سياست ورګډ شوی ځکه په وينا يې چې ولسمشر له يادو څرګندونو يواځې يوه ورځ مخکې د پوهنې وزارت پر سر له جمعيت سره سياسي معامله وکړه او دغه وزارت يې عطامحمدنور ته د بلخ ولايت د پرېښودو په بدل کې ور وسپاره.
د راپورونو پر بنسټ، ارګ له عطانور سره هوکړه شوې چې د بلخ ولايت د پرېښودو په بدل کې د دغې ولايت والي او امنيه قومندان به د ده په خوښه انتخابيږي، دوه وزارتونه او يو سفارت به ورکول کېږي چې په دوو وزارتونو کې يو د پوهنې وزارت دی او غني د پوهنې وزارت لپاره ميرویس بلخي د نوي سرپرست په توګه ټاکلی دی.
سياسي شنونکی اجمل هوډمن وايي، ولسمشر غني په داسې حال کې د پوهنې وزارت په غير سياسي کولو ټينګار کوي چې يوه ورځ مخکې يې د دغې وزارت پر سر له عطانور سره معامله وکړه.
نوموړي ويلي: «د پوهنیز کال له پيله یوه ورځ وړاندې یې له جمعیت سره د پوهنې په وزارت سیاسي معامله وکړه . نن ملت ته وايي، چې معارف باید له سیاسي مداخلو پاک وي. دروغ ویل او ملت دوکه کول د سړي حیثیت ته ډېر تاوان رسوي».
په عين حال کې يو بل شنونکی سیال غورځنګ وايي، ولسمشر غني د کورنيو چارو وزارت د غير سياسي کولو ژمنه هم کړې وه خو بيا يې هم خپلې خبرې تر پښو لاندې کړې او د يوې سياسي معاملې له مخې يې د بلخ د امنيې قومندانۍ څوکۍ عطانور ته وسپارله.
شنونکي په دې باور دي، چې حکومتي مشران د فساد او اصلاحاتو راوستلو لپاره يواځې شعارونه ورکوي خو په عمل کې په داسې کارونو بوخت دي چې خپله يې فساد ته لاره هواره کړې ځکه په خبره يې يوه حکومتي څوکۍ چې د سياسي معاملې له مخې ورکړل شي نو څنګه کيدلی شي چې په هغې کې د فساد مخه ونيول شي او اصلاحات راشي.


















