لیکوال:احمد منصور
سوله د یو روښانه او هوسا ژوند نوم دی،خوافسوس دادی چی زمونږ په هیواد کی سیاسی استفاده تری کیږی کله هم چی مزدور حکومت کی اختلافات زیات شی یا داسی سه بله خبره وی خو چی ملت څخه د پټولو وی نو بیا اشرف غنی او تری راتاوو ټول گوډاگیان د سولی چیغی او سوری وهی ځای ځای مجالس او غونډی جوړه وی،لکه دا اوس میاشت نیمه به کیږی د سولی آوازی ډیری گرمی کړی دی دادی وجی نه چی امریکا خو غواړی دی کوږ رژیم ته پنځه کاله نورهم مشروعیت ورکړی او له افغانانو انتخابات کول هیر کړی دی همدی وجی څخه کله په تاجکستان کی د سولی غونډی کله په کابل او کله بیا په اندونیزیا کی د علماوو د راټولولو خبری کوی،خو طالبانو په وار وار ویلی که څوک رشتونی سوله غواړی هغه دی په قطر کی ددوی دفتر ته دی مراجعه وکړی هغه که پخوانی مجاهدین دی او که د امریکا حکومت ده چی لنډ مثال یی د اسماعیل خان رابلل وه قطر ته، تقریبا یوه اونی دمخه د هرات پخوانی والی اسماعیل خان په یوی غونډه کی داسی وویل که طالبان افغان حکومت سره سوله نه کوی له پخوانیو مجاهدینو سره دی د سولی خبری وکړی،د اسماعیل خان د دی خبرو سخه سو ساعته باد طالبانو اعلامیه خپره کړه اسماعیل ورته نور جهادی مشران یی په ښه ډول مخاطب کړل او تری ویی غوښتل چی قطر دفتر ته دی لاړشی خو اسماعیل خان هلته تلل رد کړل او وویل که طالبان داخل کوم ولایت کی راسره کینی حاضر یم، دلته که طالبانو له یوی خوا سولی ته خپله پوره ژمنتیا وښوده،خو له بلی خوا یی ملت ته د اسماعیل دوه مخی ور وښوده اسماعیل خان داسی فکر کړی وو چی زه به په رسنیو کی لگ یاد کړی شم او خبری به می لکه دنورو مشرانو په څیر هوایی لاړی شی خو طالبانو په زر غبرگون جوته کړه دا خبره چی په مزدور حکومت دننه هیڅوک هم حقیقی سوله نه غواړی،د پورتنیو حقایقو په اساس ویلی شو چی طالبان په پوره ډول سولی ته ژمن او وفادار دی او د دودی جد جهد د ستایلو دی،خو مقابل جهتونه دسولی چیغی سوری یی یوازی تبلیغاتی بڼه لری دوی په جنگ کی خپله گټه وینی هیڅکله دوی سولی ته معتقد نه دی دوی په دی هڅه کی دی چی سنگه غربی تهذیب دلته مروج کړی سنگه دلته فحشا را ولی خو طالبان د دوی دغه افعال نه منی او مخه کی ستر خنډ دی ځکه خو دوی دا هم کوشش کوی چی په کومی طریقی طالبان ورک یا بدنام کړی ټول کوششونه یی بی نتیجی شوی.


















