نن په تاشکند کې د افغان سولې تر نامه لاندې دوه ورځنۍ غونډه پیلیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۶ فرید افغان)
نن به د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه تر سره شي چې به پکې د ملګرو ملتونو اروپایي ټولنې چین، روسیې، ترکیې، امریکا،فرانسې،آلمان،بریتانیا، ایران، پاکستان او افغانستان په شمول د ۲۰ هیوادونو استازي ګډون ولري.
په یاده غونډه کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني ګډون وکړي.
ظاهراً یادې غونډې ته د کابل پروسې د تکمیلي غونډې نوم ورکړل شوی چې په ترڅ کې به یې د غني له خوا طالبانو ته شوي وړاندیزونه و ارزول شي او ترڅنګ به یې د سولې په اړه نوي پلانونه ونیول شي.
خو د امریکا د دیپلومات خپرونې بیا یاده غونډه یوه دسیسه بللې او ویلي یې دي چې له یادې غونډې څخه د امریکایانو په ګډون هیڅ لوری هم د سولې تمه نه لري.
دیپلومات ته یې سرچینو ویلي چې؛ یاده غونډه به یواځې دسولې په نامه پریکړه لیک صادر کړي او په خبره یې دا غونډه یواځې د اقتصادي موخو او په سیمه کې د داعش د حرکتونو د مخنیوي په خاطر ترسره کیږي.
ازبکستان په ۱۹۹۹ کې هم د افغان جهادي مشرانو او طالبانو تر منځ د جوړجاړي او یو لړ نورو مسایلو په اړه د یوې غونډې کوربه وه چې له اوږدو خبرو اترو وروسته هیڅ توافق منځ ته را نغی.
دیپلومات ویلي ، چې په دې غونډه کې به په یوه مسوده کې ظاهراًپر بین الافغاني سولې ټینګار وشي او له طالبانو به وغوښتل شي چې د هیواد اساسي قانون ته احترام او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
باید وویل شي چې افغان دولت له پخوا ویلي چې په دې غونډه کې طالبانو ته هیڅ بلنه نه ده ورکړل شوې.



