(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۶) د کندهار ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، چې نن ماذيګر شاوخوا د هوايي ډګر سره نږدې بهرنيو ځواکونو د عامو خلکو پر يوه موټر ډزې کړي موټر يې ويجاړ کړی خو تر اوسه د مرګ ژوبله په اړه کره معلومات نه دی شوی.
له بله پلوه د هلمند ولايت شوراب اډې ته څېرمه دولتي ځواکونو د ملکي خلکو پر يوه سراچه ډوله موټر ډزې کړي چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
ځايي سرچينې وايي، په ټپيانو کې يو ماشوم او يوه ميرمن دي چې اوس مهال د لښکرګاه ښار په روغتون کې د تداوۍ لاندې دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې بهرنيو او دولتي ځواکونه په کوم لامل د ملکي خلکو موټر په نښه کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د ګډو ځواکونو له لوري په لوی لاس د ملکي خلکو موټرې په نښه کېږي بلکې تر دې مخکې هم ورته ډول پېښې شوي چې چارواکو يې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.


















