فراه: له تیرو ۱۴ کلونو راپدیخوا د پرچمن ولسوالۍ درۍ وروڼه اداره کوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۶ فرید افغان)
د فراه ولایت د پرچمن اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې د دې ولسوالۍ څوکۍ د حامد کرزي د دورې له پیله میراثي بڼه لري او زیاتوي چې د ولسوالۍ لومړی ولسوال یې محمد سلیم مبارز او تر مرګ وروسته یې ځامن هر یو محمد داود کرسي ولسوال، عبدالولي کرسي د امنیې قوماندان او عبدالظاهر کرسي د امنیت امر په توګه دندې مخته وړي.
دوی له تیرو ۱۴ کلونو راپه دې خوا د یادې ولسوالۍ اداره پر غاړه لري او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.
د پرچمن خلک وایی چې یاده واکمنه کورنۍ ورڅخه په زور عشر او باج اخلي، هغوی ځوروي او پر هغوی یې ناتاره ظلمونه پیل کړي.
آزادۍ رادیو ته د دې ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي چې حکومت ته یې څو ځله د دې وروڼو له کړنو څخه شکایت کړی خو چا یې غږ نه دی اوریدلی او زیاتوي چې ځایي اداره یې له لرې کولو ناتوانه ده.
دوی وایي چې، د پرچمن واکمنان یې په مختلفو تورونو زنداني کوي او له وحشته ډک چلند ورسره کوي.
د دې ولسوالۍ ډیری وګړي د خپلو زورواکو چارواکو له ظلمونو نورو ولایتونو ته کوچیدلي .
دوی وایي؛ د ولسوالۍ مسؤل وروڼه په بیګناه وژنو، د کونډو ښځو په پیسو خرڅولو، خلکو ته د د سیسو په جوړولو همداراز مخابراتي شبکو ته په اجازې نه ورکولو او ګڼو نورو جرمي کړنو کې ښکیل دي.
د سیمیزو ارګانونو خپلواکه اداره چې همدا یې مسؤلیت هم دی د یادو کسانو له واکمني او کړنو بې خبري ښودلې او د څیړنو ژمنه یې کړې.
د کورنیو چارو وزارت چې د افغانستان په کچه د پولیسو مدیریت پرغاړه لري هم له یاد زورواکي قوماندان او نورو چارواکو له فعالیت څخه بې خبري ښودلې او ویلي یې دي چې اړوندې ادارې به دا موضوع وڅیړي.
داخبر داسې مهال رسنیز کیږي چې په دې وروستیو کې د پولیسو له کړنو څخه د ولسي خلکو شکایتونه بې مخینې زیات شوي.
تیره ورځ د میدان وردګ د سیدآباد ولسوالۍ خلکو رسنیو ته ویلي و چې پولیس یې په زور کورونو پریښودلو ته محبوروي او په خونو کې یې پوستې جوړوي چې په وینا یې تر اوسه یې په شاوخوا ۲۰ کورونو کې امنیتي پوستې جوړې کړې.



