شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ملا ولې بدنام دی؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 26, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
242
ځلې شریک شوی
219
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

په اشغال هېؤاد کې هره شېبه دناشولتو اورېدلو او ناخؤالو شاهدان یو او ډېر کله په کې داسې ناشولتې هم ؤاورو چې په اسلامي ارزښتونو نیوکې په کې شوې وي.
دغرب تر مستقیم او غیر مستقیم اشغال او اثر لاندې اسلامي هېؤادو کې دځینو قلمؤالو له لورې په اسلامي ارزښتونو نیوکې نوې خبره نه ده، بلکې دغرب دځیره خورو له لورې په اسلامي اقدارو تنقید روزانه اورېدل شوی او اورېدلای کیږي.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

غربیان هم وخت ناوخت په قصدي توګه د اسلامي ارزښتونو توهین کؤي او خپلو ځیره خورو ته یې هم دستور ورکړی دی چې وخت په وخت اسلامي اقدار هدف کړي ترڅو دمسلمانانو د ایمان او اسلامي احساساتو ګراف معلوم کړي.

په لومړي ځل په اسلامي اقدارو نیوکې له عربي هېؤادونو پیل شوې. په پیل کې دحجاب په اړه شکوک وزېږؤل شؤه، ور پسې دږېرې اړؤند په اصطلاح اسلامي سکالرانو جلا جلا نظریات څرګند کړه او همداسې دا لړۍ تر ماوراءالنهر هېؤادونو، پاکستان، بنګال او افغانستان راورسېدله.

له دې انکار نشي کیدلی چې زموږ دین له ابتداء تر انتهاء دهرې ټولنې لپاره (خوا اسلامي ټولنه وي یا کفري) دهوسا ژؤند ضمانت ورکؤي او دژؤند دټولو چارو لپاره منظم قوانین او اصول لري او دا ده علماؤ مسؤلیت دی چې دژؤند د هر اړخ، اړؤند مسایل دحالاتو دمقتضا سره سم له اسلامي اصولو استخراج او تولنو ته عرض کړي، او هر کُجا او باچا دا وړتیا نه لري چې اسلامي مسایل سر بخود تغیر او تبدیل کړي.

همدې اصل ته په کتو غرب او دستوري ځیره خورو یې دعلماء کرامو بدنامؤلو پسې شروع کړې ده ترڅو د اسلام دغه مقتدره طبقه بدنامه کړي
موږ دعؤه نه کوو چې ګواکې علماؤ خپل مسؤلیت اداء کړی دی خو دا ګیله دعلماء حق دی چې موږ دوی ته هیڅ نه دي ورکړي او غواړو ترې ډېر څه.

دظاهرشاه حکومت علماء کرامو ته یوه آنه اهمیت نه ورکاؤه او آن تر دې چې جبري عسکري ته یې بوؤل او په زوره یې ږېرې په خرئېلې. سردار محمد داود خان دپاچاهۍ پیل دعلماؤ په نیولو او شکنجه کؤلو او وژلو وکړ او سردار چې کله د علماء کرامو په صداقت او اهمیت وپوهېد بدمخو کمونسټانو په شهادت ورساؤه.

کمونسټانو چې ؤاک ترلاسه کړ په علماؤ یې داسې نخرې وکړې چې حتی دلینن خواره واره میراث خؤاره یې حیران کړه.
له همغو مظالمو افغان علماؤ پاکستان ته کډې وکړې، ډک کورونه ترې پاته شؤه او په ګاؤنډي هېواد کې یې په خیمو کې واړؤل.
سلګونه علماء یې ژؤندي ښخ کړه، زرګونه یې زندانونو ته واچؤل او ډېرو علماؤ دکمونسټانو دسخت تعذیب له امله ساه ورکړه.

راځو د افغان علماؤ کردار ته؛ دروسانو تر شکست وروسته چې ټول جهادي ګوندونه دواک او ځواک لپاره پخپلو کې سره ونښتل، دملایانو تنظیمونه (خالص بابا او محمدنبي محمدي) دجګړې له صحنې وؤتل او قطعاً دخپلمنځي جګړو برخؤال نشؤه، خو پوهان، انجینران او پروفیسران پخپلو کې سره ونښتل او د افغانستان تمام ملي تاسیسات یې کنډؤاله او شتمنۍ چور کړې.
زه دا نه وایو چې انجینران او پروفیسران ددین او هېؤاد دښمنان دي خو ملا په تقدس او سپېڅلتیا کې په ټولو بالا دی او هېؤاد او هېؤادوالو ته تر ټولو مخلص او متعهد دی.

موږ چې ملا دقتلِ عام په ضد په چوپتیا تورنؤو، موږ کله دملا منلې ده؟
موږ ددین سره په شخصي ګټو برخورد کؤو او له ملا همدا هیله لرو چې دیني احکامات زموږ دمقتضیاتو او خواهشاتو مطابق راته تعبیر کړي.
موږ ملا ته څه ورکړي دي؟ موږ دملا ژؤند څومره تضمین کړی دی؟ موږ دملا څومره حفاظت کړی دی؟
قسم په الله زموږ ملایان په قوت لایموت ژؤند تېرؤي خو نور مسلکیان مو میاشتني زرګونه ډالر اخلي او دملایانو په کمزوري اقتصاد پسخندونه وهي.

زموږ زندانونه له ملایانو ډک دي، دراغلو یرغلګرو ټول تمرکز دملایانو په وژلو دی، زموږ عسکر په هر پاټک له ملا دتذکرې پوښتنه کوي
زموږ ممبر او محراب دملا په وینو رنګ دی، زموږ په مدرسه کې دملا او طالب په وینو رنګ پګړۍ پرته ده، زموږ په کلیو کې دملا کور په بمونو وران او کنډ کپر پروت دی.

که یوه شېبه دسیکولرانو منطق ومنو ملا تنها د امان الله مشروع! نظام ړنګ کړی دی او دروسي ښکېلاک او دخړمخو مزدورانو په ضد یې قیام کړی دی؛ تر دې هاخوا ملا ددین او وطن کوم ارزښت زیانمن کړی او ننګؤلای دی؟
برعکس زموږ ددین او هېؤاد تمام ارزښتونه ملا ضد اشخاصو نړؤلي، زیانمن کړي او چور تالان کړي دي.

ملا ژؤندي انسانان نه دي ښخ کړي، ملا په مردګانو رقصونه نه دي کړي، ملا په موټرو پسې انسانان نه دي کش کړي، ملا په کانتېنرو کې ژؤندي انسانان نه دي شهیدان کړي، ملا په دښت لیلی کې چینار چینار ځوانۍ نه دي رژؤلي، ملا په ولس دغټو بمونو ورؤلو غوښتنې نه دي کړي، ملا د افغانانو ؤژلو ته دپردیو ستراتېژي ته هرکلي نه دي ویلي او……..

ملا ددې خلکو فقط په دې دښمن دی چې دین ددوی د ګټو لپاره نه تحریفؤي، ملا ددوی په دې دښمن دی چې د الله تعالی په مځکه د الله تعالی نظام غؤاړي، ملا ددوی په دې دښمن دی چې ددوی دهوسؤنو د اشباع په وړاندې خنډ دی.
ملا تر نقد بالا نه دی خو له هغو خولو په ملا نقد چې د ولس لوټؤلو ته بلاؤې دي، د اسلام دښمنان دي او دملا بدنامؤلو لپاره دکلیسا دمنظم تحریک دستوري نوکران دي.

لوی ټکي: اشغالاصطلاحعالمملا
مخکینې مطلب

کابل ته وارداتي برېښنا په موقتي ډول ونښلول شوه

بل مطلب

هلمند، کندهار: د بهرنيو او افغان ځواکونو په ډزو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com