ننګرهار: د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۷) له تېرې شپې راهيسې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې عملیات پيل کړي چې پر مهال يې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شيرزادو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد نعيم کابل ټکی کام ته وويل، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو له تيرې شپې راهيسې د يادې ولسوالۍ مربوط د طوطو په سیمه کې عمليات پيل کړي چې لا هم دوام لري.

د نعيم په خبره، د عملياتو په ترڅ کې د يادې سيمې دوه تنه بزګران چې پر اوبو لګولو بوخت و وژل شوي دي.

نوموړی وايي، وژل شوي کسان حفيظ الله د سيد حسن استاد زوی او ناصر خان د لالک زوی دواړه د ملي امنيت ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

د شيرزادو ولسوالۍ امنيتي سرچينې په طوطو کې د ځانګړو ځواکونو عمليات تاييدوي وايي سيمه کې د طالبانو پر خلاف د ځانګړو ځواکونو دپلټنې عمليات لا هم جريان لري.

ويل کېږي، ځانګړو ځواکونو د ځينو کورونو دروازې په بمونو الوزولي چې له کبله يې يو شمير ملکي خلک ټپيان شوي او خلکو ته يې مالي زيان هم اړولی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button