زه نږدې هره ورځ یوه تېروتنه کوم. کله نا کله رانه الفاظ غلط شي؛ خو زما خبرې یوازې زما د ملگرو ترمنځ وي. ځینې وخت پرې پوه هم نه شي. زه چې لیکل کوم او یا خبرې کوم؛ نو لومړی ښه سوچ کوم او بیا پرې پیل کوم؛ خو بیا هم انسان تېر وځي.
انسانان فرق لري. زما تېروتنه یوازې زما ده. زه عادي لیکوال یم او ډېر کم خلک مې پېژني. که زه د یوې ډلې، یو هېواد او یا یو ټولي په استازیتوب غږېږم او بیا هم رانه ډېرې تېروتنې کېږي؛ نو ټول خلک به زما اړوند کسان هم یادوي. خلک به لنډ ووايي، چې دغه یې داسې دی؛ نو نور به یې څنگه خلک وي؟.
په نړۍ کې ډېر کم خلک په ډېرو علومو برلاسي وي او یا یې په څو برخو کې زده کړې کړي وي. زموږ د هېواد ډېری زده کوونکي د ښوونځیو په ټولو مضمونو پوهېږي. علت یې دادی چې دلته ښوونځي وېشل شوي نه دي او له لومړي ټولگي تر دولسم پورې عمومیات لولي. د بېلگې په ډول زموږ زده کوونکي په ریاضي، تاریخ، جغرافیه، ژبو، کېمیا، فزیک، بیولوژي، دیني علوم، هندسه او …. پوهېږي. نوره نړۍ داسې نه ده. هلته په اووم ټولگي کې زده کوونکي په ټولنیز علومو او ساینس سره وېشل کېږي او په هماغه برخه کې لوړې زده کړې هم کوي.
ولسمشر غني د ټولنپوهنې او اقتصاد متخصص دی. د نیوزویک مجلې څلور کاله وړاندې د نړۍ دویم مفکر هم اعلان کړی و. دی د پوهنتون استاد پاتې شوی او په خپله برخه کې ښه وارد دی. که تاسې د ده خبرې واورئ؛ نو پوه به شئ چې دی په خپله برخه کې څومره برلاسی دی.
د غني لویه ستونزه په دین علومو کې ناخبري ده. غني ټول عمر له یوې عیسوۍ مېرمنې سره تېر کړی او ډېر کم له خپلې کورنۍ سره پاتې شوی دی. زده کړې یې د بیروت په امریکايي پوهنتون او ژوند یې په امریکا کې تېر کړی. دی هره میاشت یوه نادره کوي او په ټولنیزو شبکو کې خلکو ته ښه سوژه په لاس ورځي.
دی د دین له لومړیو اساساتو سره هم بلد نه دی. مثلاً د عمرې په وخت کې یې کعبې ته شا کړې وه او دعا یې کوله. د جنازې د دعا په وخت یې لاسونه غوږونو ته یوړل، حضرت حسین او حضرت حسن رضي الله عنهم یې د الله جل جلاله لمسي یاد کړل«العیاذ بالله»
دی تراوسه په خطبه کې د نصلي پر ځای نصلیه وايي. څو ځلې یې د عبدالرحمن بابا او خوشحال خان خټک شعرونه غلط وویل او حتی په رڼا ورځ یې خلک تهجدو ته راوبلل.
غني هېڅ له خپلو تېروتنو عبرت نه اخلي او بار ـ بار تېروتنې کوي. غني او عبدالله له دوه سوو ډېر مشاورین لري، چې ځینې پکې علماء هم دي. د غني غټه ستونزه داده، چې ځان ورته جامع الکملات ښکاري او د هېچا خبره نه اوري.
غني ډېر ژر احساساتي کېږي او په احساساتو کې بیا ورنه ببولالې وویل شي. په هرات کې یې یوې غونډې ته ویلي وو«که پر ایران مې اوبه بندې نه کړې؛ نو د سړی زوی به نه یم.» حتا ډېری مشاورینو ته یې کنځلې هم کړي. د ده اسلام او کفر تراوسه پټ دی او ځان یې داسې ښودلی، چې دی هم مسلمان دی.
د امریکا د یرغل په لومړیو کلونو کې اشرف غني د مالیې وزیر وو. له کرزي سره سعودي عربستان ته تللی و او هلته کرزي عمره کوله. اشرف غني ورته ویلي وو، چې تاسې تراوسه دې تورې کوټې ته عقیده لرئ او ترې شاوخوا گرځئ. نعوذ بالله
د غني تازه لفظي تېروتنه بیا په دیني برخه کې وه. د معارف غونډې ته یې خبرې د قران کریم د یوه ایات په لوستلو پیل کړې، چې د اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ پر ځای یې اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَم وویل.
غني دې د هرې غونډې ټولې خبرې د کاغذ له مخې ووايي او له ځانه دې نه لگیا کېږي او هغه خبرې دې کوي، کومې چې کاغذ کې ورته لیکل شوي وي. ځکه د ده هره تېروتنه ډېر ژر منعکس کېږي او خلک پرې توند غبرگون ښيي. که دی په نورو علومو کې غلط شي کوم باک نه لري؛ خو د هغه هېواد ولسمشر چې په سلو کې ۹۹ خلک یې مسلمانان وي او بیا داسې لفظي تېروتنې کېږي؛ نو له دې ښه ده چې ولسمشر نور ونه غږېږي.

















