سعودي ايران ته د پوځي ځواب ورکولو خبرداری ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۷) تېره ورځ د یمن حوثي شيعه وسله والو د سعودي عربستان پر رياض او ځينو نورو ښارونو د توغنديو بريد وکړ خو توغندي يې د سعودي د هوايي دفاعي ځواک له خوا شنډ شول او د شنډ شويو توغنديو ټوټې پر يوه کور پريوتې يو تن يې وواژه او دوه نور ټپيان شول.

پر سعودي له بريد وروسته د دغې هېواد امنيتي مسئولينو ايران ته د پوځي ځواب ورکولو خبرداری ورکړی دی.

په يمن کې د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې وياند جنرال ترکي ملکي په رياض کې خبريالانو ته د حوثي وسله والو تازه بريدونه د جګړې يو خطرناک اړخ بللی او زياته کړې يې ده ښايي سعودي عربستان په مناسب ځای کې ايران ته پوځي ځواب ورکړي.

نوموړي وويل، پر سعودي عربستان د حوثي ياغيانو تازه بريد دا په ډاګه کوي چې  ايران لا هم د وسله والو ملاتړ کوي

سعودی تور پورې کوي چې ایران په يمن کې حوثي ياغيانو ته پرمختللي توغندي، وسلې ورکوي او په پوځي برخه کې د هغوی ملاتړ کوي.

په یمن کې حوثي وسلوالو ويلي، په دې بريدونو کې يې د ریاض هوايي ډګر په ګډون څو ځانګړي ځایونه په نښه کړي وو.

په عين حال کې د یمن حوثي مليشو ګواښ کړی که د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله په يمن کې د دوی پر وسله والو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي، دوی به پر سعودي عربستان خپل بريدونه نور هم ډېر کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button