خاص روزګان کې جګړه روانه ده، دوه پوستې طالبانو نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۷) د روزګان ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

ځايي سرچينې وايي، طالبانو په خاص روزګان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه بريد کړی او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د خاص رزوګان کمربند يې مات کړی، اوس مهال د ولسوالۍ بازار ته څېرمه جګړه روانه ده، دوه پوستې نيول شوي او شل تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د طالبانو بريد تاييد کړی په خبره يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات په لاس کې نه لري.

د سرچينې په وينا، جګړه لا هم روانه ده او طالبانو کوښښ کوي چې د ولسوالۍ مرکز ته ځانونه ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button