تميم توفيق
ډير ناوړه عملونه داسې شته چې که فاعل ته يې د انسان لخوا سزا ورنه کړل شي، طبيعت يې خپله سزا ورکوي، له دې جملې څخه يو هم د پلار او مور آزار او له بې وزلانو سره ناروا چلند او ظلم دی، له افغان مبارزينو سره د امريکايانو په شمول د غلامانو او رسنيو چلند هم ځکه په پوره باور سره له همدې کټاګورۍ څخه بللی شو چې هر يو يې په خپل وار سزا وليدله.
لسګونه کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ چې د امريکايانو او د هغوی له ملاتړه برخمن دولت په چوپړ کې لګيا دي، له ډيره وخته د امريکا او دولت ضد مبارزينو باندې بيلابيل تورونه پورې کوي، د پلچکونو له ورانۍ رانيولې آن د لويو عام المنفعه پروژو تر مخنيوي او د انجينرانو، ډاکټرانو، او عامو خلکو تر وژنه پورې ټول تورونه په مجاهدينو پوري شول، ځيني سپين سترګي په امريکايي ميو مست ژورنالستان خو په دې برخه کې دومره مخته لاړل چې حتی په مجاهدينو يې د جنسي زورونو تورونه هم ولګول.
دا ټول د دې لپاره وشول او کيږي، چې د تيريګرو او د هغوی د لاسپوڅو په وړاندې مبارزين بدنام کړي، نظام يې د يوې وحشي او بې رحمه تګلارې په توګه خلکو ته معرفي کړي او بلاخره هيواد مو دې سپېڅلې مبارزې ته د پای ټکي په ايښودلو سره د يرغلګرې امريکا دائمي اډه وګرځوي، تر څو هغوی ترې په ارامه فضا کې د اسيا په لويه وچه باندې د نظامي کنټرول لپاره د يوې پوستې په ډول کار واخلي او له دغه ځايه خپل بشر ساخته نيمګړي افکار ټولې سيمې ته صادر کړي.
اشغالګرو او لاسپوڅو يې پورتني هدف ته د ځان رسولو په موخه له رنګارنګ نيرنګونو کار واخيست، آن چې د مجاهدينو په نوم يې شبنامې وغورځولې، خلک يې د تليفون له لارې تهديد کړل، د دې ولس په منځ کې يې له ځينو اواره او لوچکو ځوانانو استفاده وکړه او د مجاهدينو په لباس کې يې پرې خلک ووژل او ټولې هغه نارواوې يې پرې انجام کړې چې دوی پکې ګټه ليدله، دې کارونو ته يې په خپل وخت د رسنيو لخوا پراخ کوريج ورکړل شو، خو اوس معلوميږي چې پايله يې نژدې ۱۰۰٪ برعکس ختلې ده او د ميډيا په شمول امريکايي غلامان د طبيعت عدالت ته مخامخ دي.
د امريکايانو لخوا په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون وحشيانه بمبار، د ګډو ځواړکونو له لوري د ميدان وردګ په سيداباد کې په روغتون بې رحمانه چاپه او د ډاکټرانو په ګډون د ناروغانو شهيدول.
لوګر، پکتيکا او نورو ډيرو ولاياتو کې د اربکيانو لخوا د ښوونځيو سوځول، د زده کړيالانو مسمومول او د جنسي زورونو پېښې رامنځته کيدل، چې د ازادو او ټولنيزو رسنيو له برکته ځينو هغو رسنيو يې هم راپورونه نشر کړل چې د مسؤولينو په سترګو کې يې د شرم يو څاڅکی اوبه شته.
په جنګي ليکو کې له کم عمره ماشومانو نه استفاده، چې ډيری يې په جنوبي ولاياتو کې د طالبانو لخوا د پوستو د فتحې په مهال ونيول شول او دغه راز يې خپله غربي رسنيو مستدل راپورونه او ډاکومنټريانې نشر کړې.
په کندز او شاوخوا سيمو د بريښنا قطع کول، د بيا فعالونکو انجينرانو تهديد او حتی په شهادت رسول.
د حقايقو له رابرسېره کولو او د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې د بې رحمانه بمباريو، چاپو او…… له نشر څخه د رسنيو منع کول، په دې هکله له ځينو خبريالانو سره تهديدي تماسونه او سپکې سپوې او آن د ځينو ډبېدل، چې د دوی د خپل عمل سزا يې بللی شو.
د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د بيا رغونې په برخه کې د مؤسساتو فعالت بندول، چې د تيرې مياشتې په لومړيو کې د همدې نادولتي سازمانونو په عمومي غونډه کې د کابل ادارې د رئيس اشرف غني لخوا د دفترونو دروازو په تړلو تهديد شول.
دغه راز نور ډيره مثالونه شته چې د ليکنې د اوږديدو له امله په دې له خرواره يو موټي باندې کفايت کوو.
دا ټول هغه تورونه وو چې په افغان مبارزينو پوري کيدل، خو طبيعت په دوی صادق کړل او د تل لپاره يې ولس او تاريخ ته مختوري کړل، خو دوی بايد پوه وي چې دا دي د طبيعت د انتقام پای نه ګڼي، بلکې د لا زيات خجالت انتظار دې باسي.
دولت او کورنۍ رسنۍ دواړه دې له انساني عادلانه انتقام نه هم نه بې غمه کيږي، که مجاهدين يې د خپل معمول عادت (بشري همدردۍ) له مخې دا پردۍ پالنه او ملت ضد کړنې معاف کړي، ولس به ضرور ورسره حساب کتاب کوي، ان شاءالله.
















