طالبانو د هلمند د سولې غوښتونکو لاریونوالو ته په یوه خپاره کړي سپیناوي کې ویلي چې دوی چمتو دې چې سوله وکړي خو په دې شرط چې دبهرنیانو پوځي اشغال پای ته ورسیږي.
طالبانو یادو سوله غوښتونکو ته په خطاب کې په پیغور آمیزه لهجه ویلي “مطلب دا چې له 2001 م کال نه را په دیخوا چې د افغانستان پر ځمکه هاموي ټانګونه او په فضا کې بــ52 ډوله جنګي الوتکي چکر وهي؛ دا د طالبانو دي چې په هره یوه دقیقه کې د افغانستان پرخلکو یو یو بم غورځوي او یو یو توپ ورباندي ولي؛ د شپې او د ورځي د افغانانو پر کورونو همدا طالبان چاپي وهي، شهیدانوي یې ، بندیانوي او د ناموسونو بې عزتي یې کوي، د مور او پلار په نامه بمونه همدا طالبان ورباندي غورځوي؟ پر افغانستان باند تیری همدې طالبانو کړی دی، او دا هیواد یې له امریکایانو اشغال کړی دی. امریکایان او د دوی لاسپوڅي ګوډاګیان په دې کې هیڅ ملامت نه دي؟“
طالبان وایي چې امریکا د طالبانو د تسلیمۍ لپاره هره حربه وکاروله چې په خبره یې کله د ځینې “تسلیم شده ګانو“ د تجزیې طرحې کله هم د تاشکند په څیر نمایشي غونډې او کله نور پلانونه په لار اچوي ‹‹په حقیقت کې دا ټولي برنامې د اشغالګرو په مستقیم هدایت ترسره کیږي او یو یې هم د افغانستان د خیرښیګڼي په پار نه دی طرح شوی››
طالبانو ویلي چې د لاریونوالو مخالفت نه کوي خو زیاتوي چې همدا لاریونوال دې د امریکایي اډو مخته هم ورته لاریون ترسره کړي “ د هغوی په وړاندي دي فقط دا آواز اوچت کړي چې اشغالګر دې زموږ له وطنه ووزي، بمبارونه دې بند کړي ، زموږ ولس او خپل برخلیک دي سره پریږدي. زموږ ځمکه او فضا چې زموږ بشري حق دی؛ موږ ته دې وسپاري“
طالبانو ویلي چې لاریونوال باید حقایقو ته متوجه شي چې اصلاً ستونزه څه ده، او زیاته کړې یې ده چې “ هسې دا لاریونوال دښمن د خپل ناولي هدف لپاره ونه کاروي“
طالبانو همداراز ویلي چې دوی تر بل هر چا سولې ته ډیر تږي دي “ د همدې په خاطر یې دا څه باندي دوه لسیزي بې ساري قربانۍ ورکړي دي. او دا هرڅه یې د خپل مظلوم مسلمان ولس په خاطر بیرته د خپل ولس په ملاتړ ترسره کړي دي.“
طالبان وایي؛ چې دوی به کله هم دسیسو ته تسلیم نه شي او نه به د دې دسیسو د تعمیل اجازه چاته ورکړي.
طالبانو همداراز ویلي چې د روانې جګړې ګټونکي دوی دي او زیاتوي چې “ د افغانستان اوسنی برحق جهاد د فتح درشل ته ډېر نژدي شوی
زموږ مؤمن مجاهد ملت به د یرغلګردښمن دکامل شکست ننداره ډیر ژر د سر په سترګو وکړي“
باید وویل شي چې تیره ورځ د هلمند په ښار کې څو تنه لاریونوال چې شمیر یې لسګونو ته رسیده له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي خو د امریکایانو او افغان حکومت پر وړاندې یې هیڅ شعار ورنه کړ او نه یې هم له هغوی د سولې غوښتنه کوله چې دې اقدام یې په تولنیزو رسنیو کې ګرم غبرګونونه له ځانه سره درلودل.
د سیاسي چارو کار پوه وحید فقیري پر خپله فسبوک پاڼه لیکي ( زه فکر کوم چي د هلمند د سولي لاریون د دواړو خواوو څخه غواړي چي جنګ بس کړي. هغوی له طالبانو غواړي چي چاودني ختمي کړي، او له حکومته غواړي چي بمبارۍ بس کړي. زه خپله د دا ډول دریځ ملاتړ کوم. د ملکي افغانانو وژل چي هر څوک کوي باید وغندل سي. د هلمند د اعتراض کوونکو لویه کمبودي دا ده چي د امریکايي اشغال په برخه کي ئې کامل سکوت کړی دئ، او حال دا چي په
افغانستان کي د مرداري موږی د امریکا ۱۷ کلن اشغال دئ.)
د یادونې وړ ده چې طالبانو په وار وار ویلي چې دوی سولې ته چمتو دي په دې شرط چې له بهرنیانو سره به مخامخ مذاکرات کوي ځکه د دوی په وینا چې په افغانستان کې د سولې او جګړې واک یواځې بهرنیان لري او افغان حکومت بې واکه اداره بولي


















