سرلیکنه
امريکا چې په افغانستان کې ماتې خوړلې د خپلې ماتې پړه کله دلاسوهنو په نامه پرپاکستان، ايران او روسيه وراچوي او کله وايي موږ سوله کوو، خو طالبان دي چې سوله نه کوي. کله ېې په بمباريو او مرګونو ګواښي او کله ترې د سولې غوښتنې کوي؛ ځکه خو ترې د تېښتې لار ورکه ده. امريکا په اصل کې د جګړې د دوام لپاره د سولې غږ پورته کوي، څو افغانستان ته د جګړې لهپاره د نورو پوځونو په رالېږلو د سولې لاملونه له منځه يوسي.
امريکا په افغانستان کې د جګړې د دوام او د سولې په نامه يو شمېر کسانو ته دنده ورکړې ده چې د سولې غږ پورته کړي؛ خو دا ګمارنه ددې لپاره نه ده چې په افغانستان کې دې سوله رامنځ ته شي . غرض ېې دا دی چې په افغانستان کې دې افغانان د سولې مخ ونه ګوري چې د دې پلان د عملي کولو لپاره په حکومتي، سياسي او ولسي کچه کار روان دى.
په افغانستان کې چې هرڅوک هغه په حکومت کې شامل وي، سياسي او ګوندي غړى وي او که ولسي قومي مشران يا ولسي ويښ او دامريکا په پلمو پوه اشخاص بايد د حقيقي سولې په غوښتنه ېې هرکلی وشي، طالب مشرانو ېې د مخه هم هرکلی کړى او اوس ېې هم هرکلى کوي.
د حکومت په کچه يو شمېر کسان بهر او د هېواد دننه غونډې کوي او له طالبانو غواړي چې سولې ته غاړه کېږدي، اشرف غني په هر غونډه او د اخترونو د لمنځونو وروسته په خپله وينا کې پر طالبانو د سولې کلنی غږ کوي؛ خو اوس د هلمند ولسي خلکو ويلي چې طالبانو ته د سولې په غرض ځولۍ غوړوي، د هلمندي ولسي وګړو هر قدم د ښکلولو دى او بايد ښکل کړل شي. خو همدا د هلمند ولسي وګړي بايد د حقيقي او د جګړې د دوام د سولې ترمنځ په توپير هم ځانونه پوه کړي . د تېرو څلورو لسيزو جګړو، اتحادونو، تنظيمي بدلونونو افغان ولس ته دومره تجربه ورکړه چې اوس د سياسي لوبې اوحقيقت ترمنځ توپير کولاى شي.
طالبانو په وار وار ويلي چې جګړه نه کوي، دوى د سولې بيرغ پورته کړی دى، خو امريکا د خپل ولس، ديني او ملي ارزښتونو په د فاع جګړې ته اړکړي دي، طالبانو تل د سولې غږ پورته کړى او امريکا دجګړې وسايل برابرکړي دي، چې نړيوالو ته د لمر په څېر څرګند دي.
په روانه جګړه کې دواړو خواوو ته افغانان مري. که امريکايان پکې د افغانانو په شمېر وژل کېدای اوس به امريکا خپل شرم ته هم نه کتلاى. د روسانو په څېر به ېې له جګړې پښې سپکې کړې وای، چې بالاخره به همداسې کېږي، که افغانان سره يو شول او د امريکا لهخوا د سولې په نامه د جګړې دوام ته متوجه شول او لږ ېې د خپل راتلونکي او برخليک په اړه فکر وکړ امريکايي پوځونه به په افغانستان کې پاتې نه شي.
امريکا ته اوس نور څه نه دي ورپاتې، په تبليغاتو خپله روانه جګړه پرمخ بيايي. سره د نورو پوځونو په رالېږلو بيا هم د جګړې په بايللو اعتراف کوي، په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو قوماندان نيکلسن په ډاګه وايي چې په افغانستان کې ېې جګړه بايللې ده؛ ځکه له سپينې ماڼۍ وخت په وخت افغانستان ته د نورو پوځونو د رالېږلو غوښتنه کوي.
يو شمير رسنۍ چې په افغانستان کې د امريکا جګړې ته د سولې رنګ ورکوي، افغانانو او نړيوالو ته په سترګو کې خاورې اچوي. وايي طالبانو په جګړه کې په دومره شمېر کسان ووژل، حال دا چې طالبانو تل د ولس په دفاع کې ځانونه وژلي دي، طالبانو په افغانستان کې دافغانانو پرخلاف نه بلکې د بهرنيو پوځونو پرخلاف ېې وسله راپورته کړې، همدانن دې له افغانستانه بهرني پوځونه ووځي سوله، سوله ده .
په اصل کې د جګړې کيلي د امريکا سره ده، چې په خپلو جنګي وسايلو او د افغان حکومت د پوځ پراوږه ېې ټوپک ايښى دى او افغان ولسي وګړي پرې وژني، په افغانستان کې د جګړې دوام د بهرنيو پوځونو د موجوديت پورې تړلې دى، طالبان سوله کوي خو رښتنې سوله، تلپاتې سوله، طالبان په سنګر کې له جګړې او د سولې په اړه هېڅ وخت له مذاکراتو نه دي وروسته شوي، طالبان لومړی د سولې او جګړې لوري تشخيصوي بيا عملي قدم پورته کوي.
امريکا چې په وار وار ېې له طالبانو د تسليمدا غوښتنه کړېده هغه د جګړې د دوام معنا لري نه د سولې، که امريکا هرڅو خپله او د نورو ګمارلو اشخاصو په وينا له طالبانو د تسليمېدا غوښتنه کوي هغه سوله نه بلکې د جګړې د دوام لهپاره زمينه سازي کوي، طالبان سوله کوي خو تسليمېږي نه .

















