اروزګان : د ملي اردو ۱۵ سرتیري طالبانو ته ورغلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۷ فرید افغان)

د اروزګان ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت د خاص اروزګان په ولسوالۍ کې تر سختو جګړو وروسته د ملي اردو ۱۵ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي.

د ګېزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان لالي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د یادو ځواکونو له ډلې یې یو تن چې د ګیزاب اوسیدونکی و، بیرته له طالبانو تښتیدلی او نور لا هم له طالبانو سره دي.
خو د دې ولایت د والي ویاند بیا د سرتیرو تسلیمیدل نه مني او تائیدوي چې د خاص اروزګان ولسوالۍ تر سختو بریدونو لاندې ده او ښایي سقوط وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
باید وویل شي چې نن هم د دې ولسوالۍ دوه پوستې طالبانو نیولې او تر ۲۰ ډیرو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button