طالبان: فراه کې د کمانډو چاپه ناکامه شوې- څوارلس عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۸) د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو او کمانډو ځواکونو تر منځ د چاپې پر مهال نښته شوې چې دواړه غاړې يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
د د افغانستان دفاع وزارت په فراه ولايت کې عمليات تاييدوي وايي، په بالابلوک او خاک سفيد ولسواليو کې د عملياتو پر مهال اته ويشت وسله وال وژل شوي دي.
خو د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي وايي، په يادې ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي دي.
نوموړي په خپلې رسمي ټويټر پاڼې ليکلي: د بالابلوک په سيازنګل سيمه کې چاپه ناکامه شوې او څوارلس کمانډو عسکر وژل شوي دي.
د احمدي په خبره، د چاپې له عملياتې قوې څخه د اوو تنو کمانډو عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر پاتې شوي او د هغوی پنځه ميله وسلې او درې د شپې لېدونکي دوربينونه هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
تر اوسه دفاع وزارت د خپلو کمانډو عسکرو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې تاييد کړي چې په ياده جګړه کې کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د کره شمېرو په اړه معلومات نه لري.
په دې وروستيو کې د ملي امنيت، کمانډو او ګډو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي چې وخت ناوخت د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ کېږي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله هم اوړي.
څو ورځې مخکې د ننګرهار ولايت په زاوې سيمه کې هم د کمانډو ځواکونه شپني عمليات د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي و چې عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله رسېدلې وه.
ويل کېږي، اوس طالبان هم د شپې لېدونکو دروبينونه او ليزري وسلو څخه استفاده کوي او د دغې وسايلو استعمالول د شپې له مخې موثر تمامېږي.



