(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۸ فرید افغان)
د اروزګان ولایت ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت په مختلفو سیمو کې یې طالبانو ته د سر دروند زیان اړولی.
د دې ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي؛ درۍ ورځې وړاندې یې د ګوګرک سیمه کې عملیات پیل کړي و، چې په خبره یې ۲۵ طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو که څه هم د دې ادعا په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی ،خو ویلي یې دي چې د خاص اروزګان په ولسوالۍ کې یې نور پرمختګونه هم کړي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې د دې ولسوالۍ د امنیتي کمربند تر ماتولو وروسته یې یوه قرارګاه او دوه نورې امنیتي پوستې هم نیولې.
نوموړی ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو سربیره د زیات شمیر مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی.
ځایي چارواکي وایي، د خاص اروزګان ولسوالي له سقوط سره مخ ده او که یې مخه ونه نیول شي ښایي ژر د طالبانو لاس ته ولویږي.
د یادونې وړ ده چې تیره شپه په همدې ولسوالۍ کې ۱۵ د ملي اردو ځواکونه هم طالبانو ته تسلیم شوي و.














