کندهار: پر هوايي ډګر توغنديز بريد او پر بهرنيانو چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۹) د کندهار ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، تېره شپه له نامعلوم لوري د کندهار پر هوايي ډګر توغندي وار شوی چې له کبله يې په هوايي ډګر کې ميشت بهرنيانو ته ځاني او مالي زيان اړولی دی.

د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د بريد مسئوليت منلی او ويلي يې دي چې پر هوايي ډګر يې د دامان ولسوالۍ د خوشاب له سيمې توغنديز بريد کړی.

د احمدي په خبره، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې په مهمو هدفونو لګېدلي په ترڅ کې يې دښمن ته تلفات رسېدلي خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.

نوموړی زياتوي، له بريد څو شيبې وروسته هغې سيمې ته چې توغندي ترې وار شوي و بهرني ځواکونه ورغلي چې پر مهال يې چاودنه شوې او د بهرنيانو يو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی، پکې سپاره عسکر وژل شوي دي.

تر اوسه په دې اړه دولتي او بهرنيو پوځي چارواکو څه نه دي ويلي خو سيمې ته نږدې امنيتي سرچينو پر هوايي ډګر بريد او پر بهرنيانو چاودنه تاييد کړې خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

وخت ناوخت وسله والو طالبان په هېواد کې د بهرنيانو پر هوايي پوځي ډګرونو او پوځي اډو د توغنديو وارونه کوي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي خو د خپلې پاليسۍ له مخې ور اوښتي تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button