(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۹ فرید افغان)
په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي اړوند سلګونو کسانو د (حزب اسلامي اصلاح غوښتونکو) تر نامه لاندې د یوه ګروپ د موجودیت اعلان وکړ.
دوی وایي؛ د سولې له بهیر سره د حکمتیار یوځای کیدل هیڅ ګټه نه درلوده او په وینا یې چې حکمتیار خپل ګوند هیر کړی او په شخصي منافعو بوخت دی.
د حزب اسلامي لوړی پوړی چارواکی عبدالله نهضت یار چې اوس د نوې ډلې رئیس دی وایي؛ حکمتیار په خپل ګوند او نورو احزابو کې په تفرقه اچونې او نورو تخریبي اعمالو بوخت دی او دوی یې نور ملاتړ نه کوي.
دوی وایی چې تر دې وروسته حکمتیار د خپل مشر په توګه نه پیژني او نه یې هم ملاتړ کوي.
د دې ګوند غړي وایی چې د حکمتیار وروستۍ څرګندونې چې د نورو ګوندونو پرضد یې کړې د هغه شخصي نظر دی او دوی یې ملاتړ نه کوي.
تر دې وړاندې د حکمتیار او اسلامي حزب د مشر عبدالهادي ارغندیوال ترمنځ هم سخت اختلافات موجود و چې حکمتیار د ارغندیوال په ګډون د دریو حزبي مشرانو له ګوند څخه د ایستلو اعلان هم کړی.
خو ارغندیوال ویلي چې ګوند یې د عدلیې په وزارت کې په خپل نوم ثبت دی او هیڅ څوک یې د لرې کولو صلاحیت نه لري


















