(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۹ فرید افغان)
د دفاع وزارت ویاند وایی؛ له سنګوریانو او محلي پولیسو وروسته یې د محلي پوځ د جلب او جذب لړۍ هم پیل کړې.
محمدرادمنش رسنیو ته ویلي چې د دې ځواک شمیر به په لومړي سر کې ۶۰۰۰ تنه وي او ورو په ورو به دا لړۍ پراخه کړي.
دې وزارت همداراز ویلي چې په څو ورځو کې به د محلي اردو د شاوخوا ۲۰۰ سرتېرو یوه ټولي روزنه پيل او د لومړي ځل لپاره به د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې دنده پیل کړي.
وزارت د دې ملیشې د لامل په هکله وایی؛ داچې د ملي اردو د سرتېرو د مرګ ژوبلې شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي او تر څنګ یې د ملي اردو ځواکونو ته د بودیجې د تمویلونکو له خوا د کافي بودیجې د نه ورکړې له امله د اردو ځواکونه ،نه زیاتیدل نو له همدې کبله د محلي پوځ د جوړېدو پلان جوړ شوی ، چې لګښتونه یې کم او لاسته راوړنو ته هیلې زیاتې دي.
د دې ملیشو تنخوا به د ملي اردو له ځواکونو څخه ۱۵ سلنه ښکته وي خو افسران به یې د ملي اردو په څیر امتیازات ولري.
وزارت وایی چې جذب شوي ځواکونه به جرمي سابقه نه لري او د خپلې سیمې به وي خو هغه افسران چې زدکړې ولري په بله سیمه کې دنده ترسره کوی شي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون رییس اقبال ساپی وایي؛ ښایي دا ملیشوي ځواک په لومړیو کې ښه ثابت شي خو سنګوریانو او محلي پولیسو ته په کتو سره ښایي وروسته بشري سرغړونې وکړي.
د بشرحقوقو سازمان هم له وړاندې د دې ځواک پر جوړیدلو اندیښنه ښودلې .
دفاع وزارت وایي دا ملیشه به لومړی په شارونو او وروسته به په کلیو او بانډونو کې زیات شي.
که څه هم دا ځواک به د دفاع وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي خو طرحه یې د امریکایي سفارت له لوري ورکړل شوې چې تر دې وړاندې د کمپیان ځواکونه، محلي پولیس او سنګوریان او نورې ملیشې هم بهرنیانو طرحه او عملي کړط وې.


















