(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۹ فرید افغان)
د ننګرهار ځایی چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز جلال آباد کې یو لوی کتابتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دننګرهار والي ګلاب منګل په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل؛ پر دې کتابتون د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له خوا شاوخوا شل میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په ۱۸۵۰ متره مربع ځمکه کې د دوه نیم کلونو په موده کې جوړ شوی دی .
نوموړي همداراز وویل؛ په دې کتابتون کې د مطالعې سالون، انټرنټ او نور سهولتونه هم شامل دي.
منګل زیاته کړه چې کتابتون ته به د کتابونو د راټولو عامه کمپیان په لاره واچوي ترڅو کتابتون لا بډایه شي.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر محمد رسول باوري هم د کتابتون د پرانیستې په اړه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا وزارت ژمن دی تر څو په ننګرهار کې د سراج العمارة په ګډون یو شمیر تاریخي ودانۍ ورغوي.


















