آصف الله آصفي
امریکا امریکا مرګ بر نیرنګ تو
خون شهیدان ما میچکد از چنګ تو
دا هغه ترانه وه چې د افغانستان د اسلامي انقلاب د څو لسیزو په اوږدو کې به زیاتره غونډو کې زمزمه کیده، ایراني راډیوګانو به بلا ناغه خپروله، او د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي په غونډو کې به په خورا ځانګړې ډول ګډون والو ته وړاندی کیدله چې اوس به هم د ډیری افغانانو په ذهنونو کې کله ناکله زمزمه کیږي.
دا ترانه ځکه زمزمه کیده چې افغانانو له همغه مهال نه دا درک کړې وه چې امریکا د افغانانو د ایل کولو لپاره له ډول ډول نیرنګونو څخه کار اخلي، که له یوې خوا روسانو پر افغانستان او افغانانو خپل جبروت مسلط کړی و، خو له بل اړخه امریکا هم په آرام ناسته نه وه، افغانستان له ډیر پخوا راهیسي د روس او امریکا د سړو او تودو جنګونو ډګر ګرځیدلی، خو د سون مواد یې یواځې بې وزله افغانان دي.
که روسانو تل د افغانستان او افغانانو په هکله له زور نه کار اخیستی خو امریکا تل د زور تر څنګ له زر او تزویر څخه هم کار اخیستی، او دغو دواړو فرعون صفته هیوادونو له څو لسیزو راهیسې افغانستان د څټګ او سندان تر مینځ ټکولی، او په ښکاره یې هر یو ځان د افغانانو او افغانستان دوستان ګڼي، خو زمونږ د دین دغه دوه قسم خوړلي دښمنان به هیڅکله نه د افغانانو دوستان شي او نه د افغانستان.
دا دواړه هیوادونه نه یواځې په افغانستان کې بلکې نن سبا په ټوله نړۍ کې خپل رقابتونه پالي، او ټوله نړۍ کې یې د جنګ او جګړې اور بل کړی دی، دې دوه وحشي هیوادونو په افغانستان کې په ملیونونو خلک ووژل او دې لړۍ ته لا هم دوام ورکوي.
د دې لامل همدا دی چې د کله چې اسلامي خلافت چې په ترکیه کې یې مرکزیت او پایتخت و، د کفارو د ستر ایجنټ د اسرائیلو او صلیبیانو په دسیسو نسکور کړای شو، نو له همغې ورځې اسلامي هیوادونه ورځ تر بلې کمزوري شول، تر دې چې برطانیانو یې له کمزورۍ استفاده وکړه او ډیری اسلامي هیوادونه یې تر ستوني تیر کړل، کوم هیوادونه چې تر ننه کمزوري پاتي دي لا کمزوري شول، چې له جملې نه یې یو هم زمونږ هیواد دی، چې د شرق او غرب کفار په ډیرې بې رحمۍ سره په دغو ډول هیوادونو کې خپل زور ازمایي، خو دا چې مونږ د مسلمانانو په حیث په خپل رب باور لرو چې که خاص د الله د رضا لپاره مو خپل نیتونه پاک وساتو او د الله په دین او اسلامیت د ټینګې ننګې لپاره هوډ ولرو نو حتمي ده چې خدای تعالی به مو داسې مرسته کوي لکه د احزابو په جنګ کې یې چې د مسلمانانو ننګه وکړه، ځکه چې الله تعالی فرمایلي دی: ان تنصرو الله ینصرکم و یثبت اقدامکم،یعنی که د الله تعالی د دین مرسته مو وکړه نو الله به ستاسی مرسته وکړي. او په دې کې هیڅ شک نشته.


















