(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۲) ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د سرطان مياشتې په شپاړلس نېټه ترسره شي خو د انتخاباتو کمېسيون وړمه ورځ په راتلونکو ټاکنو کې د دریو میاشتو د ځنډ اعلان وکړ او زياته يې کړه چې ټاکنې به د روان کال په اته ويشتمه نيټه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې د ټاکنو کمېسيون مسئولین د جرګې استجوابيه غونډې ته ورغوښتي و خو د ټاکنو کمېسيون چارواکو غونډې ته له ورتګه انکار وکړ.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي پرون د غونډې په تالار کې د کمېسيون د چارواکو د نه حاضرېدو پر مهال په ډېرې غوسې سره وويل، چې د انتخاباتو کمېسيون د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري په خبره يې: “زموږ غږ دې ولسمشر ، اجرائیه رئیس او هغوی چې په افغانستان کې له ډموکراسۍ ملاتړ کوي، واوري چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون قطعاً د انتخاباتو د ترسره کېدو اراده نه لري، ظرفیت یې نه لري او له خلکو سره په دې اړه تعهد نه لري، نو له دې کبله نه راتګ یې موږ محکوموو او د قانون خلاف یې بولو.”
د انتخاباتو کمېسيون د مسئولينو په وينا، دوی بېلابېلو نظرونو ته درناوی لري او د دغې کمېسيون وياند معاذالله دولتي وايي ولسي جرګه د دې حق نه لري چې جرګې ته يې استجواب او استيضاح کړي.
له بله پلوه د ملي امنيت شورا په ټول هېواد کې د ټاکنو د امنيت ټنګولو لپاره د ځانګړيو پوځي عملياتو د پيلولو خبر ورکړی.
د امنيت شورا په خبرپاڼه کې حنيف اتمر له امنيتي ادارو غوښتي چې د رايې ورکولو مرکزونه تر کلکې څارنې لاندې ونيسي او د امنیت ساتنې پروګرام دې امنيت شورا ته وسپارل شي.
څو ورځې مخکې د ټاکنو کمېسين مشر ګلاجان عبدالبديع صياد ويلي و چې دوی د امنيتي ګواښونو له کبله د ټولو مرکزونو پرانيسته نه شي کولی په خبره يې په ټول هېواد کې ۷۳۵۵ ټاکنيز مرکزونه په پام کې نيول شي چې له جملې يې ۲۲۴۲ تر منځني او لوړ ګواښ لاندې دي او ۹۴۵ نور به په مکمله توګه تړلي وي.


















