پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

دبې واکه حکومت واکمنه وینا

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2018
کټګوریانې: سرمقاله
0
370
ځلې شریک شوی
157
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

د درې اونیوراهیسې د هېواد داخلي او بهرنۍ رسنۍ په افغانستان کې د سولې په اړه زياتې لیکنې کوي اوتر نورو موضوعاتو يې سرلیکونه غوښن وي، ځينې رسنۍ چې دافغانستان په اړه تبلیغاتو ته ځانګړې شوي دي د اشرف غني لخوا د سولې په دويم پړاو کې طالبانوته د سولې وړاندیزپه بېلابېلو اړخونو توجه کوي او د نړیوالو ذهنیت له حقیقته بل لوري ته اړوي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

امریکايي واکمن اوافغان بې واکه حکومتي چارواکي افغان ولس او نړیوالوته ځانونه داسې ورپیژني چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي، خوطالبان دي چې د اشرف غني له خوا د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه وايي.

اشرف غني چې کله د سولې په اړه په ارګ کې ویناکوي لکه د سولې واک چې له همده سره وي، حال داچې د سولې په اړه واک څه چې په خپل فکر يې د خبرو کولو واک هم نه لري، ولس هم ورته حيران دى چې حکومت يې بې واکه اما خبرې ېې واکمنې دي.

له بله پلوه د سولې په نامه شورا رسنيوته وايي طالبان چې د سولې په اړه خبرو ته غاړه کېږدي يوې موافقې ته حکومت او طالبانو سره ورسيږي وروسته له هغې به د بهرنیوځواکنو له افغانستانه د وتلوپرمهالویش اقدام کیږي.

حال داچې خپله اشرف غني او د سولې په اړه نور ویناوال يې له کوره بهر ته د یوه قدم ایښودو واک هم نه لري، سوله کول خو لویه خبره ده ، د سولې د کولواو نه کولو، د بهرنیو پوځونو د وتلو مهالویش او بیا د نورو پوځونوافغانستان ته رالیږلو واک له هغه چا سره دی چاچې اشرف غني پرافغان ولس ورتپل شوي حکومت کې مقرر کړی دی.

په افغانستان کې د سولې اوجګړې موضوع دامریکا لخوا افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په نوې جوړه شوې ستراتیژۍ کې روښانه ده چې سولې ته پکې هیڅ ځای نه دی ورکړل شوی، ټول ټینګار په جګړه شوې ، د سولې په نامه د نړیوالو د ذهنونو بدلولو لپاره غونډې جوړول یوه ډرامه ده چې امریکا يې د پلان له مخې سریالونه کله په یوه اوکله په بل هېواد کې د غونډو نندارچیانوته ښکاره کوي.

امریکا د ملګرو ملتونو لخوا په سوریه کې د تیرو درېو میاشتو په دوران کې درې ځلې له مسکوه د اوربند غوښتنه وکړه ځکه چې د سوريې په شرقي سیمې عفرین کې يې ځای پرځای کړي پوځونه راګیر دي، ، د نورو هېوادونو مشران يې مسکو ته په جرګه ور ولېږل، په سوریه کې چې داعش له ماتې سره مخ شو اوربند غواړي او په افغانستان کې د ۱۷کالوراهیسې پېل کړې جګړه له یوې ورځې بلې ته د بي ۵۲ بم غورځوونکوالوتکو او نورو پوځونو په رالیږلو نوره هم پسې سخته او پیچلې کوي .

امریکا چې د جګړې دوام او د سولې رامنځ ته کيدا دواړه يې په واک کې دي په افغانستان کې يې د یوې ورځې لپاره هم د اوربند اعلان ونه کړ.

طالبان د سولې په اړه نه په اشرف غني او نه د سولې په شورا باور لري، دوی د سولې واک نه لري، طالبان په افغانستان کې د سولې غوښتونکې دي نه د جګړې، دا کومه جګړه چې د بهرنيو ځواکونو په مقابل کې کوي دا هم د سولې د منځ ته راتګ جګړه ده، همدا د طالبانو مقاومت دى چې په افغانستان کې يې دا مريکا د پلانونو مخه نيولې ده.

امريکا د اسلامي هېوادونو او په ځانګړي توګه په افغانستان کې هغه پلانونه په نظرکې لري چې که خدای مه کړه د سولې په پلمه ورته فرصت په لاس ورشي بيا به د نړۍ په نقشه کې افغانستان نه وي .

مخکینې مطلب

اپرېل فول څه شی دی؟

بل مطلب

د انتخاباتو کمېسيون استجوابيه غونډې ته نه دی حاضر شوی، چارواکي د امنیت لپاره پوځي عملیات کوي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com