(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۲) په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د بدخشان د خلکو استازي وايي، په جرم ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له لوري پيل کړي عمليات يواځې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځېدلي دي.
په ولسي جرګه کې د دغې ولايت د خلکو استازي زلمي مجددي ويلي، روان عمليات د ولسي خلکو له مرګ ژوبلې پرته هيڅ لاسته راوړنه نه لري.
د بدخشان د ولايتي شورا غړی عبدالله ناجي هم په دغې عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله تاييدوي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د جرم ولسوالۍ په فرغاميرو، یمګان، وردوج او يو شمير نورو سيمو کې هم عمليات پيل شي ترڅو يادې سيمې له طالبانو پاکې شي خو له ښکېلو غاړو يې غوښتنه وکړه چې د ملکي خلکو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
په عين حال کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا قوماندان محمد نعيم مجيدي په ياده ولسوالۍ کې له طالبانو د ځينو سيمو د نيولو خبر ورکړی دی خو د طالبانو سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دولتي ځواکونو عملیات له ناکامۍ سره مخ دي او عملياتي قوې د عامې خلکو پر کورونو د توپونو او لويو وسلو مرمۍ ورولي دي.
د يادونې ده، چې وړمه ورځ هم د جرم ولسوالۍ په عملياتو کې د دېرش ملکي خلکو د کورونو د نړېدو تر څنګ د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د اتو تنو ملکيانو د وژل کېدو او شل تنو ټپي کېدو خبرو ورکړل شوی و.


















