لیکوال : محمد زبیر هاشمي
د مسلمانانو ټولنه په لویه بدبختې کې اخته ده چې هرمسلمان وګړی خپل ځان په خپلو تیغونو وهي اوځان ټوټه ، ټوټه کوي سره له دې، چې دوی دخپلو زخمونو دردونه محسوسه وي خو بیا هم داسلام دوښمنانو په لاس جوړ شوی تعصبي چړو باندي ځان وژني.
په دې ښه پوهیږي چې تعصب د مسلمانانو ټولنه ختمه وي خوبیا هم یو څو پیسيو یا قدرت يې سترګي نیولي دي اوځان په یوه او په بله بانه تیراوباسي .
دغه د اغیارو په لاس جوړ شوی دام په یوڅو نومونو سنګار ده، چې مسلمانان يې په خپلو مینځنو کې چړو په غوښه کړي دي هغه وطن پرستي ، ذات پرستي او زباني پرستی تعصب دی .
ذات پرستي : چې مسلمانانو په مینځ کې يې یو غټ درځ غور ځولی ده او د اسلام دوښمنانو دې خبرې نه زیاتي فایدي واخستلي چې هغه عربي او عجمي فوقیت ده .
همداسي وطن پرستي تعصب ده چې ټول مسلمانان یې ټوټه ، ټوټه کړي دي عربي ، افغاني ، پاکستاني، ایرانې په دغو نومو يې د جدایې په تیغ باندی ځانونه ختم کړي دي .
بله زبان پرستي ده چې ددې لله امله مسلمانانو واړه ، واړه ټولګي شوي دی ، په دې موضوع کې چې افغانستان ته ځیر شوه دغه د مسلمانانو ختمونکی ویرس خورا ډیر زیات دی ، چې هرافغان بچې يې ځاتنه، ځانته نیولی دی، تر دې پورې چې پدې نومونو یې ځانونه ووژل او د کلونو، کلونو جګړي لامل همدا دی .
اقتصاد یې خراب، تعلیم يې پاتې او د ژوند هر رقم تمدن څخه بې برخې دي، هغه دغو فوقتونو دي پښتون ، تاجک ، ازبک ، ترکمن، هزاره ، پشیې ، نورستاني ، ایماق ، بلوچ او ځان يې داور خوراک ګرځولی دی .
پدې ښه پوهیږی چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي او الله تعالی دغه سپیڅلی کلام لولي (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) ایمان عقیده پرې هم لري خوعمل پری نشته ده یو څو دنیاوی فایدو لپاره یی ځانونه ډلې ډلې کړي دي.
نور بیا…


















