غزني: د ګیرو ولسوالۍ د محلي پولیسو مشر وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۳ )
د غزني ځایي چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ګیرو د اربکیانو مشر بازمحمد خاکسار په یو ناڅاپي برید کې وژل شوی.
د دې ولایت د والي ویاند وایي، قوماندان تیره ورځ مازدیګر مهال سره له دو ملګرو وژل شوی او موټر یې هم تخریب دی.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې نوموړی یې سره له دریو ساتونکو سره وژلی او فیلډر موټر یې هم له منځه تللی دی.
ځایي خلک وایي چې نوموړی په سیمه کې زورواکی قوماندان و، چې د عامو ولسونو په ځورولو کې یې زیات رول درلود.



