د ارزګان ولایتي شورا او عام وګړي: دولتي ځواکونه د ولسي خلکو پرضد عملیات کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۳)

د اروزګان ولایت ځایي اوسیدونکي وایی چې دولتي ځواکونو یې په سیمه کې د وسلوالو مخالفینو په نامه د ولسي خلکو پرضد عملیات پیل کړي .
دا اوسیدونکي چې شمیر یې لسګونو ته رسیده تیره ورځ د اروزګان د ولایت مقام ته د اعتراض په ډول ورغلي و او له چارواکو یې غوښتل چې نور دې خپل ځواکونه خپلسریو ته نه پریږدي.
د دې ولایت د ولایتي شورا ريیس امیر محمد بارکزى هم د ولسي خلکو خبرې تائیدوي او زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د ولسي خلکو کورونه نړولي ، هغوی یې سخت ځورولي او کوم پرمختګ یې هم نه دی کړی.
ولایتي شورا وایی؛ د دې ولایت امنیتي مسؤلینو یواځې د امتیاز راوړلو په خاطر دا عملیات پیل کړي تر څو هغه ځورول شوي ولسي خلک چې کورنه یې نړیدلي یا هم نور زیانونه ور اوښتي ،رسنیو ته د وسلوالو په نوم معرفي کړي.
امنیتي چارواکو د معترضینو دې غوښتنې ته هیڅ مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د دې ولایت د امنیت آمر ویلي و، چې د ښار په منځ کې د پولیسو د خپلسریو مخه نه شي نیولی .
د ده په وینا چې پولیس د سیمیزو زورواکو ملاتړ له ځان سره لري او که یې پر وړاندې کومه کړنه ترسره کړي ژوند یې په خطر کې لویږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button