پر امریکا، افغان دولت او ناټو چې کله سخته راشي؛ نو د خپلې ماتې منلو پر ځای ژر پر طالبانو بېلابېل تورونه ولگوي. کله وايي، له طالبانو سره ایران مرسته کوي، کله وايي، روسیې طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکړي، کله وايي، سل بهرني طالبان یې نیولي. خو دغه معلومات نه له رسنیو سره شریکېږي، نه روسۍ وسلې خلکو ته ښودل کېږي او نه دلیل او اسناد وړاندې کوي.
روانه اوونۍ گرمه موضوع د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي ضمیر کابلوف هغه خبرې دي، چې ویلي یې وو. «طالبان وايي خپلې ټولې اړتیا وړ وسلې په ناقانونه توگه له افغان حکومت او پولیسو څخه په بیه اخلي او دوی – طالبان- یوازې پېسو ته اړتیا لري. روسي سفیر وايي روسي مرکچیانو په ټوکو کې طالبانو ته وویل: وبښئ موږ پېسې نهلرو»
خو د ضمیر کابلوف دغه خبرې په رسنیو کې سرچپه شوې. ډېرو رسنیو ولیکل، چې طالبانو له روسیې د پیسو غوښتنه کړې او د وسلو اخیستلو څخه یې انکار کړی دی.
اسوشېتډ پرېس ورځپاڼې د تېرې پنجشنبې پر ورځ لیکلي وو، چې کابلوف د واشنگټن هغه ادعا خندونکې بللې وه، چې مسکو یې طالبانو ته د وسلو په ورکړې تورن کړی و.
طالبانو تېر کال د مسکو او طالبانو د اړیکو د ادعاوو په باره کې مفصله اعلامیه خپره کړې وه. طالبانو ویلي وو، چې د سیمې یو شمېر هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري؛ خو د افغان جګړې لهپاره له هېچا مرسته نه اخلي؛ بلکې د افغانستان د اشغال د پای لهپاره له ډېرو هېوادونو سره د استازو په کچه اړیکې لري.
امریکا روانه اوونۍ افغانستان ته ۱۰۰۰ تازه دمي عسکر راولېږل او کېدای شي د نورو عسکرو د رالېږلو بندوست یې هم کړی وي؛ ځکه امریکا خپله ماتې نه مني او د عسکرو رالېږل د افغانستان اوسني شرایط ناسم بلل ښيي. همدغه ناسم شرایط، د طالبانو بریدونه، د دولت له لوري د پراخه سیمو له لاسه ورکول او د طالبانو له لوري د ولسوالیو او پراخو سیمو نیول خپله د امریکا د ماتې ښکاره ثبوت دی.
نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر اعلان وکړ، چې د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې د روان کال د تلې په میاشت کې ترسره کېږي؛ خو تېر کال د ټاکنو کمېسیون د یادو ټاکنو نېټه د چنگاښ ۱۶مه یاده کړې وه.
د ټاکنو ځنډول خپله د دې څرگندوي کوي، چې د دولت په پرتله طالبان پراخه سیمې تر واک لاندې لري او طالبان هېڅکله داسې ټاکنو ته اجازه نه ورکوي، چې د اسلام، هېواد او پر ملت معامله گر وي.
طالبان که چاسره اړیکې لري او یا یې نه لري، دا جلا خبره ده؛ خو یوه خبره تر حقیقت روښانه ده، چې د امریکا پاتې کېدل به نه د افغان دولت په خېر وي او نه د امریکا او ناټو. ځکه د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د امریکا د بې ضرورته پاتې کېدو په اړه اندېښمن دي او په افغانستان کې د امریکا حضور د یوې ثانیې له پاره هم نه غواړي.
امریکا ته پکاره ده، چې خپله ماتې ومني. خپل عسکر له افغانستانه وباسي او افغانان خپل دولت ته پرېږي. افغانان نور داسې غله، ډارن، جنایتکاران، مفسدین، غاصبین او قاتلین نه غواړي، چې د خپل ملت پوښتنه له امریکایانو نه شي کولی.


















