چارواکي: د پاکستان پوځ پر کونړ د توپونو ۱۵۵ مرمۍ ويشتلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۳) د کونړ امنيتي چارواکي وايي، د پاکستان پوځ يوځل بيا د کونړ په دوو ولسواليو د توپونو ۱۵۵ مرمۍ ورورلي دي.
د کونړ د امنيې قومندانۍ وياند فريدالله دهقان رسنيو ته ويلي، دغه بريدونه د تېرو څلورويشت ساعتونو په موده کې پر شلتن او دانګام ولسواليو کړي دي زیاتوي چې مرمیو لګېدو چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې خو مالي زيانونه اوښتي دي.
د کونړ چارواکي په داسې حال کې د نويو بريدونو خبره کوي چې نږدې يوه اوونۍ مخکې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي و چې پر کونړ د بريدونو په تړاو يې په کابل کې د پاکستان سفارت شاردافیر احضار کړی او له هغه يې غوښتي چې پاکستان دې په عاجله توګه د توپونو ورورل بند کړي.
که څه هم له تېرې ډېرې مودې راهيسې افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني پوځيان د کونړ په ځينو ولسواليو د توپونو مرمۍ ولي چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او له سرحدي سيمو سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي خو پاکستاني لوري تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.



