لیکنه: مولوی ضیاءالحق صدیق یار
نوجوان فاضله! دستار دی مبارک شه، ته نن داسلامی اُمت دنګ منارشوی، ته یی دپګړۍ هسکه اودنګه شمله شوی، ته یی په څڼوکې ګل شوی.
نوجوان فاضله داسلامی اُمت ټول وګړی ستا لاری څاری او تر تاپوری یی بلا ډیر اُمیدونه تړلی.
نوجوان فاضله! زه ستاهغه شهید ملګری یم هغه د زړې حجرې په خړه پړه غیږ کې به مو به مو درسونه ویل هغه دیو هدف ملګری، هغه چه دعلم له تعلیم سره به مو دجهاد سنګرونه هم ګرم ساتل؛ نن دلحدپه غیږکې شپی او ورځی سبا کوم ګوره! زما له ارمانونو سره جفا ونه کړئ!
زما سپیڅلۍ ارمان تاسوته پاته ده، زموږ ګلابی وینی خرڅی نه کړئ.
ګوره که دی زموږ له وینو سره جفا وکړه په قهار الله قسم دحشرپه ورځ به دی له ګریوان رانیسم
نوجوان فاضله! زه له زندان نه پیغام دراستوم زه ستا هغه ملګری یم هغه چه ستاسره می مختصرالمعانی اوحسامی ویل هغه دی یاد دی چه دسلم العلوم مقدمه مو ویله اوبیا به مو دمدرسې په انګړ کې درسونه تکرارول، زه ستا دیوی حجرې ملګری یم اوس دڅرخی پله په کرغیړن زندان کې د تورو تمبو شاته دبی وسۍ شپی او ورځی سبا کوم، داتیرځل محکمه راباندی دعمری بند فیصله کړی وه او دوهمی محکمی راباندی داعدام فیصله کړی اوس خدای خبر چه دریمه محکمه به راباندی څه فیصله کوی.
دلته دزندان ټول ملګری په دی انتظار دی چه ملا فلانکې آخند دستار وتړلو اوس به دزندان دروازی راماتوی او دازادۍ په نعمت به مو نازوی.
نوجوان فاضله! آیا ما پیژنی!
راته ښه په ځیر وګوره څیره می غربت بدله کړی،زه ستا دشهیدملګری ملا فلانکی اخند زوی یم مور می ویل ورشه ستا دپلار ملګری فاضل شو نور علم حاصل کړه او دهغه په څنګ کې پاته شه زه دخپلې چرګې هګۍ پلورم او تاته ورباندی خرڅه برابروم لرګی او بوټی دی هغه وړه خور راټولوی.
ګوره! دپلار جان کتابونه دی ګردونو وراسته کړل علم حاصل کړه او هغه یتیمان کتابونه راواخله.
نوجوان فاضله! زه هغه بوره او کونډه یم هغه چه ستاسو دحجری ترڅنګ می یوه زړه جونګړه وه وړې لوربه مې لرګی راټولول او تاسوته به می پری چای جوش کولو؛ ګوره زما له اُمیدونو سره جفا ونه کړئ، زموږ ارمانونه له خاورو سره خاوری نه کړئ
اسلامی اُمت ته بله ډیوه شه
نوجوان فاضله! زه ستا استادیم هغه چه دتیارو په غیږکې به می ستالپاره کتابونه مطالعه کول هغه چه دورځی په اوږدوکې به می ستا دتربیت لپاره ټوله ورځ په ځان یوه کړی وه، هوکی له خوبونو سره به می خدای پامانی کړی وه او خپل او پردی رانه هیر ؤ.
ګوره طالبجانه! اوس فاضل شوی سپینه پګړۍ ماله خپل سر راټیټه او ستا پرسرمی کیښوده؛ له دی پګړۍ سره خیانت ونه کړئ داسپینه پګړۍ توره نه کړئ داغونه پری کینږدئ
زموږ ټول اُمیدهمداتاسو یاست له اُمیدونو سره مو جفا ونه کړئ؛ نوجوان فاضله! داشهادتنامه درواخله خو پام چه غلط ګام کینږدئ داشهادتنامه نه بلکه مسؤلیتنامه ده.
نوجوان فاضله! ته چه دومره اوچت بارپه اوږو اخلی او دوراثت په ګلبڼ کې دی غوټۍ ګل شوه نو ضرور به رقیبان ستاسو مقابلی ته رادانګی او د وخت یرغلګر به دی دشهادت په نیت څاری؛ له هوا بی پیلوټه او پرځمکه به دی انسی شیطانان تعقیبوی نوځکه خو اول طالب وی اوس مطلوب شوی


















