هندي کشمير: د سرتيرو په ګډون شل تنه وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۳) د هند تر ولکې لاندې کشمير سيمه کې د وسله والو او هندي ځواکونو تر منځ د نښتو له کبله شل کسان وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.

د شيش پال په نوم يوه امنيتي مسئول رسنيو ته ويلي، نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې هندي ځواکونو د وسله والو پر يوه استوګن ځي عمليات پیل کړل، پر مهال يې د وسله والو او هندي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوه.

ځايي سرچينې ليکي، پېښه د شوپيان ولسوالۍ اړوند سيمه کې شوې زياتوي چې د نښتې پر وخت د سيمې خلکو پر لاريون لاس پورې کړ چې هندي ځواکونو يې د پاشلو لپاره ډزې وکړې.

د دغې نښتو او شخړو په درې هندي سرتېري،ديارلس وسله وال او پینځه ملکي وګړي وژل شوي دي او ځينې کورونه هم  د اورلګېدو له کبله سوځېدلي او ويجاړ شوي دي.

راپورو کاږي اوس هم په سيمه کې د وسله والو او هندي سرتيرو تر منځ خال خال ډزې روانې دي، د پوليسو په خبره ښايي مرګ ژوبله له دې هم زياته شي.

بل پلو ته سيمه ييزو بېلتون غوښتونکو نن د دوشنبې په ورځ د يوې لويې مظاهرې پلان تړلی او حکومت ټولې تعليمي، ملکي او حکومتي ادارو ته رخصتي ورکړې ده.

له بله پلوه امنيتي مسئولينو د بېلتون غوښتونکو له درېيو مشرانو ياسين ملک، سيدعلي ګیلاني، میر واعظر عمر فاروق باندې د بنديزونو لرې کولو اعلان کړی او ويلي يې دي له دې وروسته دغه مشران هرځای ته تللی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button