سيمه ييز طالبان: د کندوز د پېښې ځای ته خبريالان په ډاډه زړه تلای شي، یوناما وايي د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې روانې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۴) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما ويلي، چې د کندوز په پېښه کې د ملکي تلفاتو د اوښتو په اړه يې پلټنې پي کړي دي.

یوناما ويلي، د بشري حقونو يوه ډله سيمې ته رسېدلې او د پېښې په اړه يې څارنې او پلټنې پي کړي دي.

په عين حال کې سيمه ييزو طالبانو کابل ټکی کام ته وويل، هغه خبريالان يا رسنۍ چې غواړي د پرونۍ پېښې د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې او راپورونه برابر کړي کولی شي چې په ډاډه زړه سيمې ته ورشي.

طالبان وايي، په لارو او د پېښې په ځای کې د دوی له لوري لازم امنيتي تدابير نيول شوي دي.

که څه هم د کورنيو چارو وزارت او د کوندوز امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د دشت ارچي ولسوالۍ په پروني بريد کې تر شل کسانو پورې وسله وال طالبان وژل شوي خو د شمشاد، اريانا نيوز، کابل نيوز او يو شمير نورو رسنيو او خواله رسنيو راپورونه ښيي چې بمبارۍ کې يواځې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له پېښې څو شيبې وروسته د دشت ارچي ولسوال ويلي و چې د دستاربندۍ په غونډې په بريد کې سل کسان وژل شوي او شاوخوا يونيم سل نور ټپيان دي چې ټول يې عام وګړي دي، خو وروستي راپورونه په پېښه کې د ټپيانو او وژل شويو شمېره لوړه ښيي.

په وژل شوي کسانو کې ډيری يې د مدرسې نوي فارغېدونکي کوچني طالبان، ملايان او د هغوی خپلوان او دوستان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button