(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۴) د طابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي، پېښه د کورولا او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان دي.
نوموړی زياتوي، په ټپيانو کې يوه مېرمن او نور نارینه دي.
د ګل اسلام په خبره، دغه ترافيکي پېښه د ټېلر موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې چې او موټر چلوونکی تښتېدلی په وينا يې چې د هغه د نيولو لپاره يې هڅې پيل کړي دي.
ډیری وخت په افغانستان کې د ترافيکي پېښو له امله هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې ستر لامل يې د موټروانانو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالی ګڼل کېږي.


















