کابل ټکی کام ۱۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره سې شنبه څو تنه سرتيري چې په درندو وسلو سمبال ول، د کندهار پر هوايي ډګر باندې یې سخت بریدونه شروع کړل، چې تر ۲۹ساعتونو پورې یې دوام وکړ.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد یې په اړه زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې ویلي دي چې دغه برید د ۹تنو بریدګرو له لورې ترسره کړی شو چې تر ۲۹ساعتونو پورې یې دوام وکړ، او پکې ۲۵۰تنه خارجي او داخلي عسکر ووژل شول، او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
مجاهد وايي چې په دغه برید کې ګڼې الوتکې او ۳۰ ټانګونه له منځه تللي دي.
مجاهد وویل چې د دغه برید د شنډولو لپاره خارجي او داخلي عسکرو هر ډول تدابیر ونیول، خو د دوی د جنګیالیو له لورې شنډ کړی شول.
مجاهد د خپلو سرتېرو د برید موخه دا ښودلې ده چې په دغه هوايي ډګر کې د خارجي او داخلي عسکرو هوايي ډګر، قاطع مأموریت نومې د بهرنیو ځواکونو د قومندانۍ مرکز، ۲۵۰قولي اردو قومندانۍ، د پولیسو د ۴۰۴ زون میوند نومې قومندانۍ، د سرحدي پولیسو درېیم نمبر د جنوبي زون قومندانۍ او د ۱۲۰ څخه د زیاتو لوړپوړو قومندانانو او افسرانو کورونه او مېلمستونونه موجود ول، د مجاهد له قوله چې د دوی سرتیري خپل هدف ته په خورا مېړانه ورسېدل.
مجاهد وویل چې دغه سرتیري بریدګر په دریو ګروپونو وېشل شوي وو چې لومړي ګروپ ته یې د بهرنیو ځواکونو پر مېشت او د خوراک خوړلو پر ځایونو باندې د برید کولو مسئولیت ور په غاړه وو.
مجاهد د یاد ګروپ په اړه وویل چې دوی په درندو وسلو سمبال ول، او تر ۲۶ساعتونو پورې یې جګړه وکړله، او تر اخري سلګۍ پورې یې دوی ته د مخابري له لارې د حالاتو جریان بیانولو.
مجاهد وویل دوی په یوه اړیکه کې داسې را ته وویل چې «یوازې مونږ ۶۶خارجي عسکر وژلي دي او مړي یې زمونږ مخې ته پراته دي.»
مجاهد وایي چې دغو بریدګرو د سوځوونکو موادو په وسیله باندې طیاري او نور نقلیه وسائط له منځه یووړل، او بالآخره دوی هم ووژل شو.
مجاهد وايي چې د دویم ګروپ هدف د هوایي اډې بازار او یو ورزشي کلب وو.
مجاهد د بازار په هکله وایي، «په دغه بازار کې به د بهرنیو او کورنیو ځواکونو لپاره د اړتیا وړ سامان خرڅېدو چې له وېري به بهر نشوای راوتلی.»
مجاهد وایي، د دوی د بریدګرو دغه ګروپ هم خپل هدف ته په بریالیتوب سره ورسېد.
مجاهد وایي، کله چې هم دوی پر خپل هدف باندې عملیات شروع کړل نو له دوی سره یې د مخابرې له لارې تماس نیولو او د حالاتو جریان به یې ورته بیانولو.
مجاهد وایي چې دوی په یوه ټلیفوني اړیکه کې داسې را ته وویل«مونږ یوازې تر ۱۲۰ پورې کورني او بهرني عسکر وژلي دي، او د اور سوځونکو موادو په مټ مو ورزشي کلب، دوکانونه، ټانګونه او الوتکې له منځه وړي دي.»
مجاهد وایي چې د دغه ګروپ جنګیالي هم د ۲۹ساعتونو څخه وروسته ووژل شول.
مجاهد د درېیم ګروپ په هکله وایي چې دوی ته د هوایي ځواک د قومندان ګلالي دفتر مسئولیت، او په بازار کې له خپلو نورو بریدګرو ملګرو سره د همکارۍ او د دفاع لپاره ورتګ، ور په غاړه وو.
مجاهد وايي چې دغه ګروپ هم د مخابرې له لارې د حالاتو پر جریان له مونږ سره اړیکه درلودله، او له ۲۰ساعتونو څخه وروسته ووژل شول.
مجاهد وایي چې د دغه ګروپ بریدګرو هم د هوایي ځواکو د قومندان ګلالي د دفتر اړوند ۴۶تنه عسکر وژلي دي.
















