کابل ټکی کام ۱۹لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
امريکا اراده لري د داعش ضد جګړه کې عراقي دولت ته هليکوپترې او پرمختللې وسلې ورکړي.
د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر پرون د دې هيواد په مشرانو جرګه کې د پوځي خدماتو کمېټې ته دا خبرې وکړې.
خو د امريکا ولسمشر بارک اباما تر دې دمه په دې اړه کوم سند نه دی لاسليک کړی، د سپينې ماڼۍ د اعلاميې له مخې د عراق لومړی وزير بايد د دغې مرستې غوښتنه وکړی.
کارټر ويلي، عراق کې د داعش خلاف پوځي پرمختګ تېز نه دی، ځکه به نو واشنګټن د الرمادي ښار نيولو لپاره هليکوپترې او سلاکاران واستوي.
هغه د يادې کمېټې ناستې ته وويل، واشنګټن تيار دی عراق ته داسې وسلې ورکړي، چې کار پرې پای ته ورسوي، خو د عراق لومړی وزير يې بايد غوښتنه وکړي.
کارټر له داعش سره په جګړه کې له عراقي پوځيان سره د نويو مرستو خبره په داسې حال کې کوي، چې د دې جګړې ډېری قربانيان د عراق عام سنيان دي، عراقي او د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه د ولسي خلکو پر کورونو، مکتبونو، مسجدونو او روغتونونو بمباري کوي، خو د داعش د مرګ ژوبلې خبرونه ډېر کم ورکول کېږي.
















