کابینې د ښوونکو لپاره د پور ورکړې صندوق جوړولو طرحه تصویب کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۶) د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې څخه په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د ولسمشر په مشرۍ د کابينې په غونډه کې د ښوونکو لپاره د پور ورکړې صندوق جوړولو طرحه تصويب شوه.

د ارګ خبرپاڼه زياتوي، د پوهنې وزارت سرپست د غونډې پر مهال ښوونکو ته دپور ورکړې صندوق طرحه کابينې ته وړاندې کړه او ويې ويل چې د پوهنې وزارت د شته بودجې څخه بې وزله ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت ترتيب کړی دی چې له دغې پيسو به ښوونکو ته پور ورکول کېږي او د يو کال په موده کې به بېرته د هغوی له معاشونو ګرځول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې صندوق سره د مرستې په موخه د پوهنې وزارت رهبرۍ غړيو د يوې مياشتې معاش چې پنځه لکه افغانۍ کېږي ورکړي دي.

کابينې د ښوونکو لپاره د پور ورکړې صندوق طرقه تصويب کړه او د ماليې وزارت ته يې سپارښتنه وکړه چې له بودجې څخه پنځلس ميليونه افغانۍ د پوهنې وزارت د ښوونکو د پور ورکړې صندوق ته ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button