(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۶)
ترکۍ رسنۍ خبر ورکوي چې دې هیواد ته په ورستیو دریو میاشتو کې ۲۰ زره افغانان په ناقانونه توګه ورغلي.
د ترکیې د حریت ورځپاڼې د راپور تر مخه؛ ترکي ځواکونو د ۲۰۱۸ کال له پیله بیا تر اوسه شاوخوا ۱۷۸۴۷ تنه بې اسنادو افغان کډوال نیولي .
په همدې موده کې ٩۴٢٦ سوریایي، ٥٣١١ پاکستانيان او ۴٢٧٠ عراقي کډوال هم نیول شوي دي.
حریت ورځپاڼه وایی؛ هره ورځ نږدې ۵۰۰ کډوال په غیر قانوني توګه ترکیې ته د اوښتلو هڅه کوي.
اافغان کډوال تر ډیره د ایران له لارې ترکیې ته ورځي چې ډیره برخه یې تر ایرانه قانوني او تر ترکیې پورې په غیرقانوني توګه ځان رسوي.
ترکۍ رسنۍ وایي؛ قاچاقبران له ایران څخه ترکیې ته د اوښتلو پرسر له کډوالو څخه ۳۵۰۰۰ افغانۍ اخلي.
ډیری کډوال په هیواد کې له سختې بیکارۍ امنیتي ستونزو او نورو لاملونو له کبله ترکیې ته د تګ هڅه کوي.


















