(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۸) د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، په ولسي جرګې کې داسې وکيلانو هم غړيتوب درلود چې معاشونه او امتيازات يې اخيستي، خو په تېرو اوو کلونو کې يې يوه ورځ حاضري هم نه ده ورکړې.
د ولسي جرګې په ننۍ غونډې کې د جرګې غړي غلام حسين ناصري دا د اساسي قانون خلاف کار وباله زياته يې کړه چې د تېرو اوو کلونو په موده کې ۲۲ وکيلانو دايمي غير حاضري کړې خو د ولسي جرګې رهبرۍ غړو يې په اړه هيڅ اقدام نه دی کړی.
د هغه په خبره، په ولسي جرګې کې ۳۳ داسې وکيلان شتون لري چې د تېرو اوو کلونو په موده کې يې يواځې يوځل هم د خلکو د حقونو په اړه خبره نه ده کړې.
ولسي جرګې تر دې مخکې داسې پريکړې کړي، چې هر غړي له شلو زياتې غير حاضرۍ وکړې نو د جرګې غړيتوب به ورنه اخيستل کېږي او امتيازات به يې قطع کېږي خو د ناصري په خبره يادو ۲۲ کسانو په دوامداره توګه غير حاضري کړې امتيازات يې ترلاسه کړي او معاشونه يې هم اخيستي دي.
د يادونې ده، چې زياتره وخت د جرګې د ډېرو غړو د غير حاضرۍ له کبله ډېرې پریکړې آن تر څو اوونيو هم له تصويبه پاتې شوي او ځنډول شوي دي.


















