لیکوال : محمد زبیر هاشمي
په دې ورستیو څوکلونو کې ددغه تعصب لمنه نوره هم وغوځیده چې ددیني او مذهبی تعصب شکل یې غوره کړه
چې دا تر ټولو ستره فتنه ده ، ددغې لارې څخه د اسلام دښمنان خپله باطله نظرې ته ښه قوت ورکوي او کوښښ کوي چې دغه مذهبي تعصب لړي نورهم وغځوي او هرقسم امکانت ورته برابر کړي.
تاسو ته به معلومه وي چې مخکي به په افغانستان کې دیو مذهب پیران ول خو ددغې مذهب ختمولو لپاره نورې مختلفي اسلامي ډلې پیدا شوی ترڅو دغه مذهبی وحدت مونږ ته ختمه کړي.
اوس داسي تش په نامه مسلمانان شته چې هغوی وايي : چې رسول الله ص زمانې نه نیولې تراوسه پورې چې کوم مسلمانان دي دا ټول داسلام نه منحرف دی (نعوذ باالله من ذلک) او دوی چې دا څوکاله کیږی پیدا شوی دي، وايي: موږ په صراط المستقیم روان یو .
مسلمانانو وروڼو تاسې خپله سوچ او فکر وکړی چې دغه ټولې حربي د اسلام دښمنان ولي کوي؟ دوی غواړي پدې سره اسلام ختم کړي، که ختم نشي نو ټوټې ، ټوتې خو به يې کړي.
ځکه اسلام یولویه پراخه ټولنه لري، نور ټولوادیان داسي لویه ټولنه نه لري ، اسلامي ټولنه نړۍ ګوډ ګوډ کې افراد لري، نو اسلام دښمنان نه غواړي چې دغه جمعیت دې همداسي سالمه پاتي شي نو پدې نومونو يې ختمه وي .
که مسلمان ورور فکر وکړي چې زه دیوې لوې ټولنې سره تعلق لرم او هر مسلمان وګړی دامت مسلمه دغې لوی ټولنې څخه دی په دې جمعيت کې دهرې خاورې او هرې ژبې خلک شتون لری، تنګ نظري به نه کوو، دیو کس مسلمانیت ته به ګورو چې مسلمان وي بس ورور به يې ګڼو، وطن او ژبې ته به يي نه ګورو .
ای مسلمانانو ورڼو! تاسي پدې ورورلې کې ذات ، وطن او ژبې ته فوقیت مه ورکوي پدې سره زموږ اسلامي ټولنه برباديږي دغه ناوړه افکار له ذهنو وباسئ، پدې کارونو دغه ټولنه په ځان مه تنګوي اسلامي ټولنه ډیر پراخه ده .
که یو کس عرب وی که عجم وي که دشرق وي که دغرب وي که توروی که سپین وي مسلمان دی داسلامي ټولنه شخص دی زړته يې رانزدې کړئ په غم يې غمجن شئ ، په دردې درمند شئ ځکه دا ستا مسلمان ورور دی .
اوکه بلې خواته مو ، مورنې ورور وی خود اسلام سپيڅلي چوکاټ کې داخل نه وي ، نو دا زموږ د الله تعالی دښمن دی، زموږ د رسول الله دښمن دی، زموږ د قران دښمن دی ،زموږ دعقیدي دښمن دی، زموږ دنظريي دښمن دی، زموږ د نظام دی ، دا زموږ ورور نشي کیدلی.
نور بیا …


















