(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۸) د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د افغانانو د روغتيا په اړه اندېښنه ښودلی وايي څلوېښت سلنه افغانان د اقتصادي ستونزو، فقر او بې وزلۍ له کبله له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي.
د روغتيا د نړيوالې ورځې په مناسبت د روغتيا نړيوال سازمان مشر پيرتر ریک وويل، په افغانستا کې له روغتيايي خدمتونو نا راضي ښودلې زياتوي ځينو برخو کې پرمختګ شوی خو لا هم په دغې هېواد کې روغتيايي وضعيت اندېښمن دی.
پيرتر ريک زياته کړه، د روغتيا په برخه کې هغومره هڅې چې بايد شوې وای نه دي شوی او مونږ بايد نوره هڅه هم وکړو چې د روغتيايي خدمتونو سيمه پراخه کړو.
په عين حال کې د روغتيا وزارت هم مني، چې د روغتيا په برخه کې هغومره خدمتونه نه دي ترسره شوي وايي چې د عامې روغتيا کلنی لګښت يو ميليارد او نهه سوه ميليونه ډالره کېږي چې د دغو پيسو ۷۲ فیصده يې خلک، ۲۳ فيصده يې نړیوالې ټولنې او پنځه فيصده د دولت له خوا ورکول کېږي.
د روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي: “افغانستان کې د درملنې لپاره مالي سرچینه ډیره کمه ده، د یوه افغان روغتیایي خدمتونو ته په کال کې پنځه ډالره ځانګړي شوي دي، د دې ترڅنګ ناامنۍ او بې ثباتي هم زمونږ پر وړاندې سترې ننګونې دي، دا امکان نه لري چې مونږ دې ټولو افغانانو ته په مساویانه ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کړو”.
د ښاغلي فېروز په خبره، سږ کال د عامې روغتيا وزارت سل ميليونه ډالره بوديجه کمه شوې او د بوديجې، نړيوالو مرستو او د وزارت د مالي سرچينو، نا امنيو د روغتيايي خدمتونو په برخه کې ژور اغېز غورځولی دی.
په هېواد کې د نا مسلکي ډاکټرانو، تاريخ تېر درملو او د روغتيايي تجهيزاتو د نه شتون له کبله اوس هم ډېری ناروغان د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.


















