جرمني: لارۍ بريد کې څلور تنه وژل شوي ۳۰ ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۸) د غربي رسنيو د راپورونو له مخې، جرمني کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې يوه مارکيټ لارۍ ورغلې چې له کبله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جرمني پوليسو د فرانسې خبري اژانس ته په لومړنيو معلوماتو کې د دېرش کسانو د ټپي کېدو او يو شمېر نورو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ځايي رسنۍ وايي، پېښه مونسټر ښار کې رامنځته شوې څلور تنه وژل شوي خو د امنيتي مسئولينو په وينا ښايي د مرګ ژوبلې شمېره تغير وکړي.

د جرمني پوليس وايي، برید کوونکي له بريد وروسته ځان هم ويشتلی زياتوي چې امکان لري دا يوه ترهګريزه حمله وي.

سيمې ته پوليس او د استخباراتي ادارو کارمندان او چورلکې رسېدلي او خلکو ته يې ويلي چې د پېښې ځای ته دې نږدې نه ورځي.

دا په جرمني کې د لارې دوهم ستر بريد دی چې لسګونه خلک پکې ژوند له لاسه ورکوي.

په کال ۲۰۱۶ کې هم د جرمني په برلين کې په خلکو يوه لارۍ ورختلې وه چې په ترڅ کې يې دولس تنه وژل شوي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button