اشرف غني د ځینو پروژو د افتتاح لپاره خوست ته تللی،خو ځایي خلک یې سفر ته د شک په سترګه ګوري
(کابل تکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰)
د ارګ خبرپاڼې خبر ورکړی چې جمهور رئیس غني د یو شمیر پروژو د کاري پیل لپاره خوست ته په دوه ورځني سفر تللی دی.
خبرپاڼې ویلي ؛غني په دې سفر کې د خوست د هوايي ډګر د رنوې لیکه چې ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري او ۷۲۹ ميليونه افغانۍ لګښت پرې شوی پرانیسته وکړه.
نوموړي همداراز د رادار سيستم او د اطفايې ودانيو او د هوايي ډګر د داخلي سړک د ودانولو د بنسټ ډبره هم کېښوده.
غني به په دې سفر کې د ۱۳ زره کورنيو لپاره د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ چارې هم پیل کړي او تر څنګ به یې په دغه سفر کې د خوست له علماو، مشرانو او قومي متنفذينو، د ولايتي شورا غړو، ولسوالانو، ښوونکو او استادانو، مېرمنو، سوداګرو او صنعتکارانو، د مدني ټولنې غړو, ځوانانو او ولسوالانو سره ځانګړې ناستې ولري او هغوی به وهڅوي تر څو په راتلونکي کې هم له نوموړي څخه ملاتړ وکړي.
خو د خوست ځایی متنفذین او قومي مخور وایي؛ غني ورسره په انتخاباتي منډو ترړو کې د دې چارو ژمنه کړې وه خو په یوه او بله پلمه یې تر دې مهاله وځنډوله .
د خوست قومي مشر سردارځدراڼ وایي؛ غني داسې مهال ددې پروژو پرانیستې ته زړه ښه کوي چې راتلونکو ټاکنو ته کمه موده پاتې ده.
نوموړی وایي؛ د غني هیله داده چې خوست میشتي په دې مهم پړاو کې یوځل بیا وهڅوي ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې هم ورڅخه حمایت وکړي.
یو بل قومي مشر وایي؛ غني ته څومیاشتې وړاندې ورغلي و، هغه راسره ژمنه وکړه چې په دو میاشتو کې دننه به ددې پروژو پیل کوي خو په خبره یې چې اوس تر ۲ میاشتو ډیر وخت تیر شو او ولسمشر یې ایله اوس پوښتنه وکړه.
نوموړی وایي؛ اوس هم وخت تیر نه دی خو دغني کارونه ټولې ژمنې دي او عملي جنبه نه لري.
نوموړی وایي؛ زمونږ ژمنې نه عملي کار مو پکار دی.
دیادونې وړ ده چې غني څو ورځې وړاندې پکتیا ته هم سفر کړی و او هلته یې هم د ځینو پروژو پرانیسته وکړه.



