(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰)
وروسته تر هغه چې سوریې د دوما په ښار کې پر ولسي خلکو کیمیاوي وسلې او کارولې او تر ۱۵۰ ډیر کسان یې ووژل د امریکا او روسیې اړیکې یوځل بیا خړې سوې.
روسیې وړاندې ویلي و؛ که امریکا د دې برید په غچ کې کوم عکس العمل وښود، سخت غبرګون به وښیي.
نن سهار د سوریې د t4 پر پوځي اډه ګڼ توغندویز بریدونه شوي.
که څه هم د سوریې د سانا خبري اژانس نن سهار د دې بریدونو پړه پر امریکا اچولې وه ،خو څو شیبې وړاندې روسیې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه دوو ایف ۱۵ اسرایلي الوتکو د لبنان له خاورې کړې.
روسیې ویلي؛ د اسرایلي الوتکو ۵ توغندویز بریدونه یې خنثا کړي خو پنځه نور د حمص ښار اړوند د ټي ۴ پوځي اډه کې دننه لګیدلي چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

















