ننګرهار کې يو کس خپله مور، پلار او مېرمن وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۰) د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې مربوط د عبدالحق مېنه کې يوه کس خپل مور، پلار او مېرمن په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند پېښه تاييد کړې زياتوي چې د نورمحمد په نوم يوه کس چې د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی د کورنۍ شخړې له امله خپل پلار، مور او مېرمن وژلي دي.
د والي وياند وايي، نورمحمد د خپلې کورنۍ دغه درې تنه غړي د توفانچې په ډزو سره وژلي په خبره يې چې قاتل يې نيولی او د لا زياتو معلوماتو لپاره له نوموړي څېړنې روانې دي.
تر اوسه د دې پېښي لامل نه دی په ډاګه شوی.



