کندهار: دولتي ځواکونو د شاولي کوټ ولسوالۍ ۶۰ تنه عام خلک بنديان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۰) د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د ۰۳ قطعې ځانګړو ځواکونو د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي، چې پر مهال يې نوولس طالبان وژل شوي او يو شمير نور ژوندي نيول شوي دي.
د امنيې قومندانۍ سرچينې زياتوي، دغه عمليات وړمه ورځ پيل شوي و او پرون ماذيګر پای ته ورسېدل.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، په عملياتو کې د عامو خلکو شنو فصلونو، د اوبو بندونو او د ملکي خلکو نقليه وسایط سوځول شوي او لسګونه کليوال يې بنديان کړي دي.
دغه عملیات وړمه ورځ د سوزنيانو په سیمه کې په ملي کارېز، زنګیتان او کجور کلیو کې پيل شوي و چې تېر ماذيګر پاي ته ورسېدل.
د شاولي کوټ اوسېدونکي او طالبان وايي، دولتي ځواکونو د عامو خلکو کورونه پلټلي، په باغونو او فصلونو يې بمبارۍ کړي، د عامو خلکو يو شمير نقليه وسایط موټرې او موټرې سوځولي او شاوخوا ۶۰ کسان چې ټول عام وګړي دي له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
طالبانو د دولتي ځواکونو دغه ډول عمليات او عامو خلکو ته زیان اړول جنایت بللی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼې کې يې ويلي، له عملياتي قوې سره يې جګړه کړې چې پر مهال يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په دغې نښتو کې د خپلو اوو تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر تاييد کړي دی.
په وروستيو کې د دولتي ځواکونو سربيره د ګډو ځواکونو عمليات هم زيات شوي چې تر ډېره پکې ملکي ميشت ځايونه په نښه کېږي او مرګ ژوبله يې هم ملکيان ګالي.



