نړیوال بانک له افغانستان سره ۶۹۱ ميلیون ډالره مرسته وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۱) نړيوال بانک نن د افغانستان د ماليې له وزارت سره د ۶۹۱ ميليون امريکايي ډالرو د ورکړې سند لاسليک کړ.

د ماليې وزارت چارواکي وايي، چې دغه مرستې به د درېيو لویو پروژو په پلي کولو کې ولګوي.

د مايې وزير اکليل حکيمي وايي، له مرسته شويو پيسو ۶۰۰ ميلیون ډالره به د عامې روغتيا وزارت له خوا د روغتيا په برخه کې ولګول شي، ۵۱ ميليون ډالره ډيجيټل کاسا پروژې لپاره ځانګړي شوي او ۴۰ ميليون ډالره د دولتي بانکونو د معياري کولو او ظرفيت لوړلو لپاره لګول کېږي.

دغه راز نوموړی وايي، د مرسته شويو پيسو ۵۱ ميليون ډالره سويلي اسيا ته د ديارلس سوه ميګاواټه برېښنا او د نوري فایبر پر انتقالولو مصرف شي.

دغه برېښنا د قرغستان او تاجکستان څخه په افغانستان تېرېږي چې درې سوه ميګاواټه افغانستان کې مصرفيږي او زر ميګاواټه پاکستان ته ورکول کېږي.

د عامې روغتيا وزارت سره په داسې حال کې د شپږ سوه ميليون ډالرو مرسته شوې چې دغې وزارت څو ورځې مخکې ويلي چې د روغتيا وزارت سل ميليونه ډالره کلنۍ بوديجه کې کموالی راغلی دی.

دغه راز د روغتيا نړيوال سازمان هم په خپل راپور کې د افغانانو د روغيتا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه په وينا يې چې څلوېښت سلنه افغانان د اقتصادي ستونزو له کبله له روغتيايي خدمتونو بې برخي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button