هند: له لوړ ځای څخه د بس موټر لوېدو پېښه کې دېرش کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۱) د هند په هیماچال پرديش ايالت کې د ۲۰۰ فټه لوړ ځای څخه د سکول د يوه بس لوېدو له کبله دېرش کسان وژل شوي چې ډیری يې ماشومان دي.

ځايي رسنۍ ليکي، په بس کې څلوېښت ماشومان سواره و او غوښتل يې چې په ياد ایالت کې خپلو کورونو ته ستانه شي خو له يوه بس موټر يې له يوه ګړنګه ولوېد په ترڅ کې يې ۲۷ ماشومان، د سکول دوه ښوونکي ژوند له لاسه ورکړ.

د سرچينو په وينا، پېښه د پرديش ايالت په ۳۲۵ کيلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، په پېښه کې ۲۵ کسان ټپيآن شوي چې د درملنې لپاره روغتون وړل شوي خو د ډېرو روغتيايي حالت ښه نه دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button